Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارېدل رد کړل

اسلامي امارت یو ځل بیا د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارل کېدو ادعا ردوي او وایي چې اسلامي امارت له نړۍ سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

د اسلامي امارت ویاند وايي، امنیتي مسایل د کابل او اسلام اباد لپاره مهم دي او په ځینو مواردو کې فرصت طلبه کسان د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي چې د هغو په ډله کې د داعش ډلې کسان هم دي، چې د اسلامي امارت له لوري نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: موږ ځينې نیونې لرو چې د داعش په نوم ځينې کسان له پاکستانه راغلي دي. عملیات یې ترسره کړي دي او بیا نیول شوي او اوس هم زموږ په بندخونو کې دي. موږ دا ادعا نه ده کړې چې د پاکستان حکومت دا کار کړی دی خو په عمومي توګه امنیتي مسایل د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې په دې وروستیو کې پاکستان د هغو ترهګریزو پېښو شاهد دی چې د افغانستان په خاوره کې طرحه شوې دي.

په دې دغه راز اعلاميه کې راغلي دي چې په دغو پېښو کې تل امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کېږي.

د پاکستان پوځ ویلي: «په دې وروستیو کې پاکستان د هغو ترهګریزو پېښو د څپې شاهد دی چې د افغانستان په خاوره کې پلان شوي او په هغو کې ترهګر له افغانستانه هڅه کوي چې د پاکستان - افغانستان د پولې له لارې دغه هیواد ته نفوذ وکړي او امنیتي ځواکونه او بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي.»

د نظامي چارو شنونکي، کامران امان په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: دوی پر افغانستان تورونه لګوي او نه غواړي چې په افغانستان کې یو مرکزي حکومت وي، باثباته حکومت وي. هغوی غواړي چې په افغانستان کې له ګډوډۍ او انارشیزم سؤ استفاده وکړي.

د نظامي چارو شنونکی، هادی قریشي هم وايي: په افغانستان کې هره ډله چې دوی یې هره ډله ګڼي، که داعش یې ګڼي او که ټي ټي پي یې ګڼي دا د دوی خپل کورنی کار دی او د هغوی پر وړاندې دې مبارزه وکړي او پر افغانستان دې تور نه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو مسایلو ته پر درناوي او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د لا جدي ګامونو پر پر اخیستو ټینګار کړی و.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه چې په دې وروستیو کې پاکستان د هغو ترهګریزو پېښو شاهد دی چې د افغانستان په خاوره کې طرحه شوې دي.

شریک یي کړئ