Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې ترسره کېدو نېټه اعلان شوه

د ازموینو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې په لومړي پړاو کې به د غبرګولي پر اولسمه د شپاړسو ولایتونو له داوطلبانو ازموینه واخیستل شي.

د دغې ادارې رييس زیاتوي، په روان کال کې به هم د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.

عبدالباقي حقاني وايي، د روان کال ازموينه په پنځو پړاوونو کې ده او په لومړي پړاو کې د میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان په ګډون د شپاړلو ولایتونو ازموینه د غبرګولي میاشتې پر ۱۷مه، اخیستل کیږي.

د ازموینو د ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني و ویل: موږ کانکور ازموینه پر پنځو مرحلو ویشلې ده او دا مو د سهولت لپاره کړې چې ځوانانو ته اسانتیا وي او په پوره ډاډ سره ازموینه ورکړي، لومړي پړاو کې ۱۶ ولایتونه شامل دي.

عبدالباقي حقاني زیاتوي، چې د کانکور ازموينې دويم پړاو د چنګاښ په لومړۍ او دويمه، درېيم پړاو د چنګاښ په اوومه او اتمه، څلورم پړاو د چنګاښ په څوارلسمه اخیستل کیږي او د متفرقه داوطلبانو ازموینه به په وروستي پړاو کې واخیستل شي.

له دې سره هممهاله، د دې ادارې سلاکار وايي، چې د هېواد ولایتونو ته یې نږدې ۱۵۰ زره فورمې استولي او ټولټال به تر ۷۵ زره ډېر کسان د لوړو زده کړو موسسو، د نیمه لوړو زده کړو موسسو، شپې پوهنتونونو او دیني مدرسو ته جذب کړي.

د ازموینو د ملي ادارې تخنیکي سلاکار، یما امان و ویل: د لوړو زده کړو وزارت او نورو بنسټونو له لوري چې د جذب د ظرفیت کومې شمېرې د ازموینې ملي  ادارې ته رسېدلي دي، په مجموعي توګه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د جذب شمېر ۵۶ زره ۹۰۰ سیټونه دي، شپې پوهنتونه ۱۰ زره ۴ سوه ۵۰ سیټونه دي 

د ملي ازموينو د ادارې رییس دغه راز وایي چې  تېر کال یې په۴۰ دورو کې په دولتي ادارو کې د استخدام لپاره له یو سلو اویاوو زرو ازموینه اخیستې ده، چې په پايله کې يې ١٢٠ زره کسان بېلابېلو ادارو ته معرفي شوي او پر کار ګومارل شوي دي.

د ازموینو د ملي ادارې رییس، عبدالباقي حقاني و ویل: په دې ۴۴ ازموینو کې یو سل او اویا زره ځوانانو ګډون کړی و چې له منځه یې یو سل او شل زره ځوانان بریالي شوي دي او مختلفو ادارو ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي ازموينو اداره  د روان کال د کانکور په ازموينه کې د هغو نجونو د ګډون په اړه څه نه وايي چې له دولسم ټولګي فارغې شوې دي.

د ازموینو ملي ادارې رييس وايي، په روان کال کې به هم د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه