Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د کابل - کندهار لویې لارې ۸۰٪ موټر چلوونکي قانوني اسناد نه لري

د کندهار د ټرافیکو مدیریت مسوولین طلوع‌نیوز ته وايي، د کابل - کندهار لویې لارې اتیا سلنه موټر چلوونکي د موټر چلولو قانوني اسناد نه لري.

د مسوولینو په خبره د ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه یې زابل کې د کابل - کندهار لویې لارې د ټولو موټر چلوونکو د اسنادو ارزونې بهیر پيل کړی دی.

د زابل د ترافيکو مدیر، عصمت الله عبید وویل: « د ارزونې دغه چاره دایمي ده او موږ هره ورځ له خلکو پوښتو چې لایسنس لري او کنه. هغو ته چې عمر یې له ۱۸ کلونو کم وي، د موټر چلولو اجازه نه ورکوو.»

عبدالحبیب پولیس ترافیک گفت: «تقریبن هشتاد درصد رانندگان نه لایسنس و نه اسناد دارند. ما تلاش می‌کنیم که برای شان اسناد فراهم کنیم.»
د ټرافیکو پولیس، عبدالحبيب شاوخوا ۸۰ سلنه موټر چلوونکي نه لایسنس لري او نه اسناد. موږ هڅه کوو څو اسناد ورته برابر کړو.»

د کابل - کندهار پر لویه لار هره ورځ له یوې تر درېیو ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د دې لويې لارې موټر چلوونکي د ټرافيکي پېښو مخنیوي لپاره د لا نورو ګامونو اوچتولو غوښتنه کوي.

موټر چلوونکي، حافظ احمد وویل: « هر څوک باید خپله پام وکړي او هر څوک چې پر دغه لار تېرېږي باید د قانون لمخې تېر شي.»

بل موټر چلوونکی، شېراحمد هم وویل: « ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکي ناپامۍ له امله رامنځته کیږي.»

د زابل د ټرافیکو مدیریت مسوولینو د مالوماتو پربنسټ د کابل - کندهار لویې لار کې ډېری ټرافیکې پېښې د ګړندي تګ، موټر چلوونکو نامسلکیتوب او ترافیکي اصولو سره د نه بلدیت رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ