Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوښتنو منل؛ د دوحې په غونډه کې د ا.ا د ګډون شرط

د رييس الوزراء سیاسي مرستیال د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د سرپرست حکومت د غوښتنو منلو پورې مشروط ګڼي.

مولوي عبدالکبیر په بهرنیو چارو کې د قطر دولت د وزیر په مشرۍ له قطري پلاوي سره په کتنه کې همداراز هیله څرګنده کړه چې، د دوحې غونډه د اسلامي امارت او نړۍ تر منځ د تعامل فرصت رامنځته کړي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې په دې اند دی چې، د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې به د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته بې پايلې وي.

د ریاست الوزرا د سیاسی معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي دي، چې د سرپرست حکومت له ګډون پرته به د دوحې درېېمه غونډه مثبته پایله ونه لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: اسلامي امارت د هغوی بلنه ترلاسه کړې. د هغوی بلنه تر ارزونې لاندې ده او هر وخت چې موږ وکړای شول ځواب به یې ورکړو چې ګډون کوو او که نه یې کوو.

بلخوا، امیرخان متقي له دغه پلاوي سره په کتنه کې د دوحې د دریمې غونډې په تړاو د اسلامي امارت دریځ په څرګند ډول بیان کړی او په دې غونډه کې یې د اقلیمي بدلون، خصوصي سکتور او نشه یي توکو په تړاو پر کېدونکو هر اړخیزو بحثونو خوښي څرګنده کړې ده.

دبهرنيو چارو وزارت د وياند د مرستيال په وینا، محمد بن الخليفي په دې کتنه کې د دوحې په درېيمه غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه پرځای بللي دي او د سرپرست حکومت د استازي پر حضور یې هم ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل ویلي: «امیرخان متقي په مجموع کې دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت موقف په وضاحت سره وړاندې کړ.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي هم د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر زیاتوالي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو په لېرې کېدو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر وايي: په هغه کې باید له نړۍوالو سره د دوی د اړیکو په تړاو خبرې وشي. نه د افغانستان کورني مسایل او د هغه استازي په تړاو چې د ملګرو ملتونو سازمان یې موږ ته ټاکي، هغه استازی څه واکونه لري. څه مسوولیتونه لري او له افغانستانه څه غواړي

د سیاسي چارو شنونکي، ناصر شفیق و ویل: د دوحې درېیمه غونډه چې د دوحې د دویمې ناکامې غونډې پسې جوړیږي، د اسلامي امارت لپاره پکار ده چې انزوا منل پریږدي او له لازمو فرصتونو ګټه پورته کړي.

د دوحې درېیمه غونډه به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور سره د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو د دې غونډې موخه له سرپرست حکومت سره د منسجم او سیتماتیک تعامل زیاتېدل بللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه