د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې د عملیاتي او وکالت څانګې مدیره په افغانستان کې له زده کړو او تحصیله د یو اعشاریه ۴ میلیونه نجونو له محرومېدو خبر ورکوي.
نوموړې زیاتوي، افغانستان ته یې د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.
د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د علمیاتي او وکالت څانګې مدیره، آدم ووسورنو و ویل: «موږ د اوسنيو افغان چارواکو پیغام واورید، طالبانو ویل چې موږ ته وخت راکړئ، موږ وخت ته اړتیا لرو، ما وویل چې موږ وخت نه لرو، په داسې حال کې چې موږ دلته د دې لپاره نه یو چې د چا کلتور تحمیل کړو یا څوک سیاست ته اړباسو. څومره چې صبر وکړو، هومره به په میلیونونو نور ماشومان تر اغېز لاندې راشي او دا به ټولنې ته زیان لا زیان ورسوي.»
عاطفه هغه نجلۍ ده، چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته پوهنتون ته له تګه پاتې ده.
نوموړې په غریو نیولي غږ او له اوښکو په ډکو سترګو وایي چې د ځان او خپلې خور راتلونکې ته اندېښمنه ده.
محصله، عاطفه وايي: ډیره دردونکې ده، زما یوه کشره خور ده، هغه سږ کال شپږم ټولګي ته ځي، هغه وايي زه څه وکړم اوس، یانې سږ کال زه فارغیږم؟ دا زما لپاره ډېره دردونکې ده. ان تصور یې نشم کولای.
د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د عملیاتي او وکالت څانګې مدیره په یوه خبري غونډه کې وایي چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو د دفتر دغه جګپوړی چارواکی دغه راز زیاتوي چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال یې د سرپرست حکومت له چارواکو وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې پر مه۲۶ او د لیندۍ میاشتې پر۲۹ مه، په دوو جلا جلا مکتوبونو کې امر وکړ چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او دولتي او خصوصي پوهنتونونه تر امر ثاني پورې د نجونو پر مخ تړلي دي.
خو اسلامي امارت تر دې مهاله د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.