Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اقتصاد وزارت: ا.ا په مرستو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي

اقتصاد وزارت یو ځل بیا په نړۍوالو مرستو کې د اسلامي امارت د لاسوهنې مساله رد کړه.

د دغه وزارت مرستیال طلوع نیوز ته وايي، اسلامي امارت د مرستندویه بنسټونو په کاري بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه نه لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: د سیګر وروستی راپور رښتینی او تخصصي نه دی. د بهرنیو چارو وزارت او د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رییس غبرګون د افغانستان له وضعیت سره نه جوړیږي. اسلامي امارت یوازې پر دغو مرستو د روڼتیا لپاره څارنه کوي او هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د امریکا د مرستو اجرایي شریکانو د مالیاتو، لګښتونو او د اوبو او بریښنا د پیسو په برخو کې سرپرست حکومت ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالره ورکړې دي.

خو اوس اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د دغه هېواد په کانګرس کې یې خبرې کولې، دې مسألې ته نغوته وکړه او زیاته یې کړه چې دغه راپور څېړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي: موږ پر دې کار کوو او ګورو چې ورسره د مبارزې لپاره کوم ګامونه پورته کولای شو.»

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکیب میر طلوع نیوز ته و ویل: مرستندویه ادارو که مالیه هم نه وي پرې کړي، اړتیا ده چې د خپلې انرژۍ او د دفترونو لپاره پیسې ولګوي. هغوی اړتیاوې لري او ډیره ورته ګرانه ده.

په دغه راپور کې چې څلور ورځې وړاندې خپور شو، ویل شوي چې له  دغو ۱۰.۴میلیونو ډالرو ۳۴۶ زره ډالره یې د اوبو او برېښنا په برخه او څه باندې یو سلو شپږ اویا زره ډالره یې د نورو لګښتونو او ۹۲۱۵ یې د ګمرکي مالیاتو په برخه کې ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي پر دې کار کوي او ګوري چې ورسره د مبارزې لپاره کوم ګامونه پورته کولای شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه