Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له بندخونو د ۲۳ افغانانو خوشې کېدل

د یوه ماشومان په ګډون ۲۳ نور افغان کډوال د پاکستان له بند خونو آزاد شول.

د پاکستان له زندانونو د افغان بندیانو د خوشي کېدو په لړ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل وايي چې د پنجشنبې په ورځ د یوه ماشوم په ګډون ۲۳ بندیان د دغه هېواد له زندانونو خوشي او افغانستان ته ستانه شول.

عبدالجبار تخاري زیاتوي چې دا مهال د پاکستان په سند ایالت کې ۴۰ افغانان بندیان دي او له زندانه یې د خلاصون هڅې روانې دي.

د پاکستان په کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسل، عبدالجبار تخاري و ویل: اوس مهال موږ د سند ایالت په بندخونو کې له څلوېښتو زیات زندانیان لرو او هڅه روانه ده چې دوی هم ژر تر ژره خوشې شي او هېواد ته ستانه شي او افغانان دلته اوس په ارامۍ سره خپل ژوند مخ ته وړي، کومه ستونزه ورته نشته.

بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د وېزې د اخیستو په برخه کې د اسانتیاوو د نشتوالي په ګډون له بېلابېلو ستونزو سرټکوي.

افغان کډوال، شفیق الله طلوع نیوز ته په دې اړه و ویل: کوم کډوال چې اسناد نه لري، دلته د پولیسو له لوري نیول کیږي او محاکمه کیږي، که څه هم هغه کډوال چې بندخونو ته وړل شوي او بیا یې د خوشې کېدو امر شوی دی، سره له دې هم په میاشتو میاشتو په بند کې پاتې شوې دي.

خو د کډوالۍ د برخې یو شمېر فعالان وايي، د پاکستان په ګډون په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره باید اسلامي امارت او ملاتړي بنسټونه له دغو هېوادونو وغواړي چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ونه کړي.

د کډوالو د حقونو یوه فعال، محمد خان طالبي هم و ویل: د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت او چارواکي او نور نړۍوال ملاتړ بنسټونه باید په دې برخه کې د یوې ډیپلوماټيکې مرجعې له لارې هغوی ته مالي، اقتصادي او ټولنیزې سیاسي زمینې برابرې کړي.

د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو څه باندې څلور زره افغان بندیان خوشي شوي، چې ۲۳۰ یې ښځې او ۲۵۰ ماشومان هم پکې شامل دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه