Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اردوغان: نړۍ باید د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

د ترکیې ولسمشر له نړۍوالو غوښتي څو افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

رجب طیب اردوغان د دغه هېواد پلازمېنه کې د « مهربانۍ د نړیوالو جایزو» په پروګرام کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې وروستي سېلابونه بوږنوونکي بللي او د سېلاب ځپلو پر لاسنیوي یې ټینګار کړی دی.

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان وویل: « د سېلاب له امله په افغانستان کې زموږ تر ۴۰۰ ډېر وروڼه او خویندې مړې شوې او د هېواد په شمال کې یو ستر بشري ناورین رامنځته شوی دی او موږ د نړۍ له هېوادونو غواړو، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. ترکیه افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته دوام ورکوي»

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې هم له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر جګپوړې چارواکې، ادم ووسورنو وویل: « لومړی د بشري مرستو دوام دی لکه څنګه چې ما مخکې ټینګار وکړ، په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک پر بشري مرستو متکي دي، چې دا د ۲۰۱۹ کال پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي. دویمه خبره د معیشتي او کرنیز ملاتړ ده او په پای کې موږ باید د هغوی [د افغانستان د خلکو] غږ واورو، هغوی غواړي چې غږ یې واورو.»

د پلخمري د کرکر ښارګوټي اوسېدونکي، پنځوس کلن شاه ولي وایي، دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د ځاني زیانونو سربېره خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتې دي، خو په خبره یې، تر اوسه هیڅ دولتي او خصوصي بنسټ دې سيمه کې له سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده کړې.

شاه ولي طلوع‌نیوز ته وویل: « له دولتي ادارو او چارواکو هیڅوک رانغی چې موږ سره مرسته وکړي یا زموږ حال پوښتنه وکړي چې سېلاب څه ویجاړی رامنځته کړی دی.»

ځینو کورنیو خېریه  بنسټونو، د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو، د ترکیې مدني بنسټونو او هېواد کې دننه او بهر یو شمېر سوداګرو هم له سېلاب ځپلو سره بشري مرستې کړې دي.
وروستی ځل د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع د بغلان سېلاب ځپلو کورنیو ته څه باندې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته رسولي ده.

طبیعي پېښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو لمخې، په تېرو دوو اونیو کې په بغلان، فاریاب، غور، سرپل، بدخشان، تخار، سمنګان، هرات، بادغیس، لغمان، بامیان، فراه  نورستان او کاپیسا ولایتونو کې ویجاړوونکي سېلابونه راغلي دي.

شریک یي کړئ