د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې د نجونو د زدهکړو بندیز له امله په دغه هېواد کې د کم عمره نجونو په ودونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی.
په راپور کې راغلي، زدهکړییز بندیز به مخکې له وخته زېږون ۴۵ سلنه او د مور او ماشوم مړینه کې ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې دغه راپور چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت سره په ګډه برابر کړی وایي، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د ښځو پر وړاندې یې ښوونځي او پوهنتونونه د سیاست په توګه تړلي دي.
په راپور کې راغلي: « افغان ښځې اوس هم د مدني ټولنو د جوړولو په حال کې دي، اوس هم کار کوي او اوس هم خپلو ټولنو ته خدمات رسوي.»
په راپور کې راغلي، افغان ښځې له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړي او دغه هېواد کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه بیا را ژوندي کړي.
خو د سیاسي چارو ځینې شنونکي بیا دغه راپور ردوي او وایي، نړۍ د دغو بندیزونو د لهمنځه وړلو لپاره کومه تګلاره نهلري.
د سیاسي چارو شنونکي، نثار احمد شېرزي وویل:«اجباري ودونه هم د نجونو لپاره د زدهکړو د دوام پر وړاندې د خنډ یوه ډېره وړه برخه ګڼل کېدای شي، خو هغه څه چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ادعا کړې، داسې نهده. ملګري ملتونه، نړۍوال بنسټونه او لوی قدرتونه د نجونو د زدهکړو بندیز اصلي او لوی خنډ باندې پوهېږي، خو وخت ضایع کوي.»
د ښځو د حقونو فعالې ثریا پیکان هم څرګندوي:« دا چې اوس د نجونو لپاره ښوونځي، پوهنتونونه تړل شوي، کورنۍ د افغانستان د مدني اصولو خلاف چې نجونو ته یې د واده کولو عمر ۱۶ کاله ټاکلې، خپلې لوڼې مخکې له وخته ودونو ته اړې کوي.»
تر دې وړاندې د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو له اسلامي امارته غوښتي څو پر نجونو لګېدلي بندیزونه لهمنځه یوسي.