Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بایډن څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ دا ادعا چې افغانان متحد نه‌دي سمه نه‌ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته چې ګواکې افغانان سره متحده نه‌دي، ناسم قضاوت بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند د افغانانو پر یووالي د ټینګار سربېره ویلي، بهرنۍ لاسوهنې د هېوادوالو ترمنځ د ځينې ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوې وې چې اوس لېرې شوې دي.

ښاغلي مجاهد د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت پر مبارزې له ټینګار سره ویلي چې د دغې ډلې ګواښ ګڼل هم ناسم دی.

ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«هېڅ بهرنی ځواک او عامل نه‌شي کولای چې زموږ یووالی له ګواښ سره مخ کړي، یا د افغانستان یووالي تر پوښتنې لاندې راولي. نو د امریکا د ولسمشر څرګندونې سمې نه‌دي، هغوی ناسم قضاوت کړی دی.»

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د کینا له ولسمشر سره په یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي و چې، افغانستان د امپراطوریو پر هدېرې مشهور شوی او د دې احتمال چې څوک دې افغانان متحد کړي، خورا لېرې دی او ټینګار یې کړی چې له داعش سره د مبارزې لپاره د افغانستان ښکېلاک ته اړتیا نشته.

د امریکا ولسمشر په دې هکله ویلي:«افغانستان د امپراطوریو پر هدېره مشهور دی او د دې احتمال چې څوک دې افغانان متحد کړي، خورا لرې دی، دویم دا چې د داعش د کنټرول لپاره د افغانستان له ښکېلاک پرته هم لارې شته.»

بلور ته، د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني هم د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د ښکېلاک‌ګرو امپراطوریو هدېره ده او په دې اړه یې د جوبایډن اعتراف د هېواد د ویاړمن تاریخ یوه برخه ګڼلې ده.

ښاغلي حقاني لیکلي:«افغانستان په رېښتیا د اشغالګرو امپراطوریو هدېره ده او د جوبایډن اعتراف زموږ د ویاړمن تاریخ یوه برخه ده.»

د نظامي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«اسلامي امارت توانېدلی چې تر یوه ځایه د قومونو ترمنځ یووالی سم کړي او دوی منسجم کړي، څو افغانستان د یوې کتلې او یا هم د یوه واحد هېواد په توګه د افغانستان د ملي ارزښتونو په تړاو ګامونه پورته کړي.»

بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان په ځانګړې توګه داعش خراسان د ګواښونو پر وړاندې د ګډې ديپلماسۍ او همغږو هڅو د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني هم د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د ښکېلاک‌ګرو امپراطوریو هدېره ده او په دې اړه یې د جوبایډن اعتراف د هېواد د ویاړمن تاریخ یوه برخه ګڼلې ده.

شریک یي کړئ