Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیمه کې له اندېښنو وروسته، ا.ا د افغان خاورې د خوندیتوب په هکله ډاډ ورکړ

د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په هکله، د قرقیزستان د ملي امنیت کمېټې رییس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د اسلامي امارت د کابو ۳ کلنې واکنۍ په موده کې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌دی.

ذبیح‌الله مجاهد د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه‌کارول کېدو په هکله یوځل بیا ډاډ ورکړ. 

ښاغلي مجاهد له دې په ټینګار چې ګواکې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله ځای نه‌لري وویل:«په دې هکله چې د نظر څرګندونه کېږي، یا له افغانستانه خطر احساس کېږي، دا ناسم دي. څه باندې دوه‌نیم کاله دلته اسلامي امارت واکمن و او هېچا ته کوم ګواښ متوجه نه‌و او اسلامي امارت ژمن دی هېچا ته اجازه ورنه‌کړی چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد استفاده کړي.»

له دې مخکې د قرقیزستان د ملي امنیت کمېټې رییس د ګډو ګټو هېوادونو له امنیتي چارواکو سره په یوې غونډه کې ادعا کړې چې د افغانستان له شماله د ترهګرو ډلو زیاتوالی، د ګډو ګټو هېوادونو د سوېلي سرحدونو د امنیت لپاره واقعي ګواښ دی.
 
ورته مهال، د روسیې د فډرالي استخباراتو رییس د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د امنیت غونډه کې ادعا کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د نفووذ په موخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه د ګډو ګټو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

د ټاس خبري سرچینې له قوله الکساندر بورتنیکوف دغه راز ویلي که بهرنیان د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه‌کړي طالبان کولای شي چې، افغانستان کې نظم رامنځته کړي.

ټاس خبري د الکسانډر بورننیکوف له خولې لیکلي:«د روسیې د فدرالي استخباراتو رییس الکساندر بورتنیکوف په بیشکک کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو په امنیتي غونډه کې وویل چې، طالبان په بشپړه توګه کولای شي په افغانستان کې نظم رامنځته کړي؛ خو په دې شرط چې بهرني لوبغاړي یې په کورنیو چارو کې مداخله ونه‌کړي.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی سنګر امیرزاده طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه مهمه خبره دا ده چې د دغو هېوادونو پر ګټو برید ونه‌شي، زه فکر کوم چې، نه په جمهوریت کې شوي او نه هم په امارت کې؛ خو یوه اندېښنه لري.»

د نظامي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کېو نړۍواله همکاري اړینه ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره همغږي مخته ولاړ شي.»

اذربایجان، ارمنستان، ازبیکستان، بلاروس، تاجیکستان، روسیه، قرغیزستان، قزاقستان او مولداوي د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د غړو له ډلې څخه دي.

د روسیې د فډرالي استخباراتو رییس د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د امنیت غونډه کې ادعا کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د نفووذ په موخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه د ګډو ګټو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

شریک یي کړئ