د هېواد ستره محکمه طلوعنیوز ته وايي چې په وروستۍ یوه میاشت کې تر درې ګونو محکمو وروسته کابو پر۷۰ تنو تورنو تعزیري حکمونه پلي شوي دي.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وایي چې، دغه احکمونه د کابل په ګډون د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې پلي شوي دي.
د سترې محکمې ویاند زیاته کړه:«په تېر غويي میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت، د درې ګونو محکمو لخوا د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې، شاوخوا ۷۰ تنو مجرمینو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوې ده.»
ورته مهال، ځينې دیني عالمان په اسلامي ټولنه کې د تعزیري حکم او قصاص پلي کېدل مهم ګڼي.
دیني عالم عبدالهادي ساپی وايي:«په یوه اسلامي هېواد کې، له اسلام پرته نور هېڅ قوانین نهشي کولای چې اغېزمنتیا ولري.»
بل لور ته یو شمېر نور دیني عالمان ټینګار کوي چې دغه احکام باید په هېواد کې د اسلام د شرعي احکامو په رڼا او د حقیقت په پام کې نیولو سره پلي شي.
دیني عالم عبدالقادر قانت هم طلوعنیوز ته وویل:«په ټول کې د اسلام په قانون کې او په اسلامي نظام کې ټول باید د قانون پر وړاندې مساوي وي او قانون پر ټولو یو شان پلی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې په بامیان ولایت کې پر یو تن د شرابو د څښلو او په کور کې د ساتلو په جرم، د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له لوري پرې د دوه کاله تنفیذي بند او د ۳۹ درو وهلو تعزیري حکم وشو او د یاد ولایت د مسوولانو لخوا هم پلی شو.