Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بغلان او بدخشان کې سېلابونو د ۱۶ تنو ژوند اخیستی

بغلان او بدخشان کې د سېلابونو د راتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو ژوند بایللی دی.

د بغلان او بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې، دغو سېلابونو تېره شپه په دوشي، ډنډ غوري، پلخمري ښار او د بدخشان مرکز اړوند مورچک کلي او څو ولسوالیو کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتې دي.

د دغو چارواکو په وینا، دغو سېلابونو ۵۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول هم ویجاړ کړي دي.

د بغلان د امنیت امر عبدالغیور خادم طلوع‌نیوز ته وویل:«دهن نرخ‌اب چې ورته وايي په دې کې کابو شپږ تنه شهیدان شوي درې تنه یې ماشومان دي او یوه ښځه ده او دوه سړي دي.»

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدنې امر محمد کامګار هم وايي:«له بدغه مرغه د یوې کورنۍ لس غړي یې شهیدان کړي او یو کس یې پټي کړی دی.»

بل پلو ځينې کورنۍ چې د دغو سېلابونو له امله یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي پر وخت د مرستو پر نه‌رسېدو نیوکه کوي او د سرپرست حکومت له مسوولانو او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

سېلاب‌ځپلی رحمت شاه وايي:«راغلو چې یو ماشوم پاتې دی او یوه ښځه پاتې ده، نور نه څه پاتې دي او زه د خپل ځان په غم کې وم.»

بل سېلاب‌ځپلی محمد ابرار هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«دا زیان چې خلکو ته رسېدلی کښت او کرنه یې په هر صورت، موږ په دې خواشیني یو چې پېغلې نجونې او تنکي ځوانان مو شهیدان شوي.»

سېلاب‌ځپلی حزب‌الله وايي:«د کورنۍ ۹ غړي مې سېل یوړل دوه تنه مو پیدا کړل نور تراوسه نه‌دي پیدا شوي.»

سېلاب‌ځپلي ضیاءالله هم وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې موږ هم له زیانمنو یو، د افغانستان په هره برخه کې چې هر څه ځانګړي شوي، له هغې موږ هېر نه‌کړي.» 

د وروستیو اوونیو مرګونو او ویجاړونکو سیلابونو له امله د هېواد یو شمېر ولایتونو کې ۳۰۰ تنو ژوند بایللی، سلګونه استوګنیز کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
 
د بغلان او بدخشان سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دغو سېلابونو ۵۰۰ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول هم ویجاړ کړي دي.

شریک یي کړئ