اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې د هېواد د ګټې په صورت کې چمتو دي چې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.
ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې د دوحې د درېیمې غونډې د اجنډا له ارزونې وروسته، کهچېرې دغه اجنډا د افغانستان په ګټه وي، په دغې غونډه کې به ګډون وکړي.
ښاغلی مجاهد دغهراز وایي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې باید له اسلامي امارت سره د تعامل، د سرپرست حکومت پر چارواکو د بندیزونو د لرې کېدو او د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته څرګندوي:«موږ یې څېړو کهچېرې د افغانستان په ګټه وي له شک پرته موږ به ګډون وکړو؛ خو کهچېرې د افغانستان شرطونه په پام کې ونهنیول شي او دا غونډې د دې لپاره جوړې شي چې، افغانستان ګډوډ او خور ور وښيي، له شک پرته موږ به ګډون ونهکړو.»
د اسلامي امارت ویاند که څه هم د دوحې درېیمې غونډه کې د ګډون لپاره د سرپرست حکومت د تازه شرطونو په تړاو څه نهوایي؛ خو د دوحې په دویمه غونډه کې د نه ګډون لامل د خپلو شرطونو نه منل ګني.
د نورو سیاسي څېرو د نه ګډون په صورت کې د اسلامي امارت د استازي حضور، په لوړه کچه د ملګروملتونو له سر منشي سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست کتنه او د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرې او د افغانستان د کورنیو مسایلو په تړاو خبرې نهکول
د سرپرست حکومت له مهمو شرطونو څخه وو چې د منلو په صورت کې یې اسلامي امارت د دوحې په دویمه غونډه کې ګډون کاوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«مخکې یو له شرطونو دا و چې باید د افغانستان په استازیتوب یوازې اسلامي امارت هلته حضور ولري، څو په هغې غونډه کې د افغانستان یووالی تمثیل شي، دا یو ډېر مهم شی و.»
د سیاسي چارو ځينې کارپوهان هم د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون په تړاو وایي، که د دوحې درېیمه غونډه کې د سرپرست حکومت استازی حضور ونه لري د نورو غونډو په څېر به بې پایلې وي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله څرګندوي:«طالبان د دې غوښتونکي شول له دې مخکې چې غونډه جوړه شي، چې بیاځلې د دویمې غونډې په څېر نهشي، باید پر عمده مسایلو سره هوکړې ته ورسېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی ذکيالله محمدي هم وايي:«یوه حیاتي او برخلیک ټاکونکې غونډه ده؛ خو په هغه صورت کې چې په خپله اسلامي امارت ګډون وکړي او د نړۍ مشروع غوښتنې ومني او د نړۍ مشروع غوښتنې د افغانستان د خلکو د غوښتنو له امله دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قطر په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ قطري پلاوي سره په کتنه کې ویلي و چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون یې د اسلامي امارت د غوښتنو په منلو پورې مشروط دی.