د هرات - خواف وسپنې پټلۍ د څلورم فاز دویمې برخې جوړولو چارې چې ۴۷ کېلو مټره اوږدوالی لري تېره ورځ (دوشنبه) پیل شوي.
د وسپنې پټلۍ دا برخه ایران د هرات له صنعتي ښارګوټي او هوايي ډګر سره نښلوي.
د هرات - خواف وروستۍ برخې جوړولو چارو باندې ۵۳ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له لوري برابرېږي.
د وسپنې پټلۍ ادارې رییس، بخت الرحمان شرافت و ویل: « له دې شرکت سره چې کوم قرارداد شوی دی ټاکل شوې چې چارې یې له ۱۸ تر ۲۴ میاشتو بشپړې کړي. دا لار به د ایران هوایي ډګر او صنعتي ښارګوټۍ نېغ په نېغه د ایران له لاري له اروپا سره ونښلوي.»
د هرات - خواف وسپنې پټلۍ څلورم فاز جوړولو چارې د یو افغاني، روسي او ترکي شرکت له لوري په ګډ ډول پرمخ وړل کېږي.
په پام کې ده چې یوه ستره او معیاري تمځای هم ددې لارې وروستۍ برخې هرات صنعتي ښارګوټي ته نږدې جوړ شي.
د قرارداد کوونکي شرکت مسوول، ضیا الرحمان فراهي و ویل: « د رېل پټلۍ لارې ترڅنګ د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یو معیاري ترمینل هم جوړیږي. د رېل پټلۍ دواړو خواوو ته شنه سیمه هم جوړیږي.»
د وسپنې دې پټلۍ ټول تجهیزات له قزاقستان واردیږي.
د هرات - خواف وسپنې پټلۍ صادراتو او وارداتو ته د اسانتیاوو ترڅنګ د سوداګریزو توکو ارزانه لېږد برخه کې مهم لار بلل کېږي.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم و ویل: «افغانستان د اسیا زړه دی او هرات یې شاه رګ دی. هرات کولی شي چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره ونښلوي.»
د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي په دې اړه و ویل: « د سوداګرو لپاره به د توکو د لېږد او د صادراتو د لېږد برخه کې دغه لاره مرسته وکړي او ګټوره به ثابته شي.»
د هرات - خواف وسپنې پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې په ایران او یوه برخه یې افغانستان کې ګټې اخیستنې ته چمتو ده.
د وسپنې دې پټلۍ څلورمه برخه له ۹۰ کیلومتره ډېر اوږدوالی لري چې په دوه وړو برخو وېشل شوې چې د لومړۍ برخې جوړولو چارې له ۶۰ سلنه ډېر پرمخ تللي دي.