د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبې، د غبرګولي په ۹مه) په یوې خبرپاڼه کې له سرپرست حکومت سره د روسیې د تعامل په هکله د دغه هېواد له دریځه هرکلی وکړ.
بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل تل له مسکو سره د اړیکو د پياوړتیا غوښتونکی دی.
د دغې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د بهرنیو چارو وزارت د روسيې فدراسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې، د افغانستان اسلامي امارت سره يې د اړیکو د پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې. د بهرنیو چارو وزارت د روسيې فدراسیون ته څرګندوي چې، د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پربنسټ، د دواړو ولسونو د ګټو د خوندیتوب په موخه د مثبتو اړیکو د لا پراختیا او ټینګښت په تړاو جدي سیاسي عزم لري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په دې وروستیو کې د روسي چارواکو څرګندونې مثبتې دي او د دې ښکارندوی دي چې غواړي د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل دروازې پرانیزي او اسلامي امارت هم له هغه هېواد سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې دي.»
تېره ورځ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوې خبري ناسته کې، له سرپرست حکومت سره تعامل اړین او مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې، له سرپرست حکومت سره اړیکې د پام وړ او اړینې دي.
ولادیمیر پوتین خبریالانو ته ویلي:«په افغانستان کې ستونزې شته، دا ستونزې ټولو ته په ډاګه او معلومې دي؛ خو پوښتنه دا ده چې، له اوسنیو چارواکو سره څنګه اړیکې ټینګي کړو؟ موږ باید دا په یو ډول جوړ کړو، دا هغه خلک دي چې خپل هېواد او قلمرو اداره کوي، هغوی اوس په واک کې دي، موږ باید د حقایقو پربنسټ پر مخ ولاړ شو او د هغه پر اساس خپلې اړیکې جوړې کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له تور نوملړه د اوسنیو چارواکو د نومونو د ایستلو خبره کړې ده.
بل خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د روسيې لخوا د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو لرې کولو پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې، دا پرېکړه به ناوړه پایلې ولري.
جان کربي څرګنده کړې:«طالبانو خپله یوه ژمنه هم نهده عملي کړې، په هغه ډول چې، دوی له خپلو خلکو او افغان نجونو او ښځو سره چلند کوي او خپل اقتصاد مدیریت کوي. موږ په داسې یو وضعیت کې نهیو چې، طالبان د افغانستان رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژنو، که روسیه داسې یو څه وکړي، نو موږ باوري یو چې نورو ته به یو بد پیغام واستوي.»
ازبیکستان ته د روسيې د ولسمشر د سفر په پای کې په یوه ګډه بیانیه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کول د مسکو او تاشکند لومړیتوب ګڼلی دی.