Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو اندېښنه

په نیویارک کې د «نړۍ په سولې او امنیت کې د ښځو او ځوانانو د رول» په نوم غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځينو چارواکو افغانستان کې د ښځو د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله رزمري ډې‌کارلو، په افغانستان کې د ښځو وضعیت د دوی له لاسه تللو حقونو یوه بېلګه ده.

د ښځو حقونه په ځانګړې توګه پوهنتونونو او ښوونځيو ته د تګ لپاره نجونو ته د اجازې نه‌ورکول کېدل یوه له هغو مسایلو وه چې، په دې غونډه کې پرې بحث وشو.

مېرمن ډې‌کارلو په دغې غونډه کې ویلي:«افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو په ګډون په سیسټماتیک ډول د ژوند په ډېرو برخو کې له خپلو حقونو او مقامه بې برخې دي، هغو ښځې چې، ما په کابل کې ورسره وکتل، د خپلو هیلو او ارمانونو په تړاو خبرې راته وکړې. هغوی له نارینه‌وو سره د برابر تحصیل، برابرو کاري فرصتونو او د خپل راتلونکي د ټاکلو د حق غوښتونکې وې.»

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اجراییه رییسه سیما باهوس هم په خپله وینا کې وايي:«درې کاله کېږي چې په افغانستان کې یو اعشاریه یو مېلیون افغان نجونې د ممنوعیت له امله د تحصیل له حقه بې‌برخې دي.»

له بلخوا د ملګرو ملتو د سرمنشي وياند په داسې حال کې چې د دغه هېواد له اوسنيو چارواکو سره خبرې مهمې بولي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو پر خوندیتوب ټينګار کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک څرګندوي:«موږ په افغانستان کې د اوسنیو ادارو له چارواکو سره په تعامل کې یو؛ ځکه چې هغوی اوسمهال په افغانستان کې دولتي اتباع دي. موږ دغه‌راز په دوامداره توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو چې په ټول افغانستان کې هره ورځ تر پښو لاندې کېږي، پر هغوی فشار راولو.»

خو اسلامي امارت وايي چې، دوی په هېواد کې د ښځو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:«په افغانستان کې ښځه او نر حق لري او هغه حقونه چې اسلامي شریعت تایید کړي، اسلامي امارت د هغوی حقونو په ورکړه کې ځان مکلف ګڼي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د ټولو هېوادوالو حقونو ته رسېدنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي هم په افغانستان کې پر جنسیتي برابرۍ له ټینګار سره د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. 
 
شریک یي کړئ