د مۍ ۲۹ مه د پښتو له ورځې سره برابره ده، د علومو اکاډمۍ د پښتو ادبياتو څانګه وايي چې، د دغې ملي ژبې د ودې لپاره جدي هڅې روانې دي.
د پښتو ژبې له ملي ورځې سره هممهاله، د هېواد د پوهنتونونو ځينې استادان او لیکوالان په هېواد کې د دغې ژبې د لا ودې او پرمختګ لپاره د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.
د علومو د اکاډمۍ غړی خالد تکل وايي:«زما وړاندیز دا دی چې، پښتو ژبه له شعاري حالت نه راوځي او په عمل کې دغه ژبه د ساینس ژبه شي، د ټکنالوژۍ ژبه شي، د نصاب ژبه شي، د رسمیاتو ژبه شي.»
د علومو اکاډمۍ د سرڅېړونکي مرستیال نورالحبیب نثار هم څرګندوي:«د پښتو ژبې د انکشاف او پرمختګ لپاره مختلفې لارې شته دي چې، کار پرې روان دی، تاسو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبره وکړه، رسنی د دوی په واک کې دي او د دې په انکشاف کې ډېر زیات نقش لري، که هغه چاپي رسنۍ دي او که هغه ټولیزې رسنۍ دي.»
بل پلو، ځينې هېوادوال له اطلاعاتو او کلتور وزارته غوښتنه کوي چې د هېواد د ژبو ودې ته جدي پاملرنه وکړي.
د پکتیا اوسېدونکي صابر شمس وویل:«په کار ده چې په همدې ژبه په ګوګل کې ډېر زیات کار وشي ترڅو هره لیکنه یا هر کتاب موږ په ګوګل کې په اسانۍ سره ترلاسه کړو.»
د کابل اوسېدونکی اصف منصور هم وايي:«هڅه دې وکړي چې زموږ د ژبو په منځ کې یوه ژبه، نړۍواله ژبه شي لکه انګلیسي، عربي... ژبې چې د نړۍ په کچه لومړۍ تر څوومه پورې ځای ځایګی لري.»
اخوا د علومو اکاډمۍ د پښتو ادبياتو د څانګې غړی وايي چې، د هېواد د دې ملي ژبې د ودې لپاره لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه لري.
د علومو اکاډمۍ د پښتو ادبياتو د څانګې غړي ضیاالحق سیند وویل:«دوی لنډمهالې او اوږدمهالې پروژې ډیزاین کړي او څيړونکي عملاً لګیا دي د فلګور، ادبیاتو او د ژبې په برخه کې دوی کارونه کوي، علمي څيړنیزې پروژې اجرا کوي، عملاً دوی ساحې ته ځي.»
د مې ۲۹ یا د غبرګولي اتمه د پښتو ژبې له ملي ورځې سره برابره ده چې، هر کال د هېواد د فرهنګپالو لخوا نمانځل کېږي.