Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سره میاشت: تېر کال مو ۷ میلیونه کسانو ته خدمات رسولي

د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، چې په تېر کال کې يې نږدې اووه ميليونه تنو ته خوراکي توکي او روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند وایي، په وروستي یو کال کې یې په بېلابېلو برخو کې له نږدې ۷ میلیونه کسانو سره روغتیایي مرستې کړې دي.

مدثر همراز وایي په دې برخه کې د لا ډېرو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د بنسټونو او سوداګرو همکارۍ ته اړتیا لري.

مدثر همراز و ویل: « په روغتیایي برخه کې خدمتونه وړاندې کیږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېر یو کال کې اویا میلیونه کسانو ته مرستې رسولي دي.»      

اخوا اړمن کسان او ناروغ لرونکي د افغاني سرې میاشتې له لوري د دغو مرستو هرکلی کوي او له مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې په روغتیایي او د خوراکو توکو په برخه کې ورسره مرستې زیاتې کړي.

ناروغ میر رحمان و ویل: « د روغتون خدمتونه غوره دي او کارکوونکي یې هم له خلکو سره ښه چلن کوي او د بېړنیو ناروغانو په څېر خلکو ته رسېدنه کوي.»

بل ناروغ عبدالخالق و ویل: « دلته چې کوم امکانات دي په ښه توګه رسول کیږي خو له دې سره زموږ او زموږ د ملت ستونزې نه حل کیږي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنه یو بشري خیریه بنسټ دی چې په هېواد کې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره فعالیت کوي.

شریک یي کړئ