Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د کابل او بیجینګ اړیکې د پراختیا په حال کې دي

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، سرپرست حکومت له چین سره رسمي تعاملات لري او بیجینګ په افغانستان کې د پانګونو لپاره هڅې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د کابل او بیجینګ اړیکې ورځ په ورځ د پراختیا په حال کې دي. 

له دې سره سم، د قطر د یوه پوهنتون استاد هم وايي، چین د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم نقش لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د افغانستان او چین اړیکې ډېر ښه حالت کې دي، رسمي تعاملات لرو، تګ راتګ شته، په ځانګړې توګه چین افغانستان کې اقتصادي برخه کې پانګونې لپاره ډېرې هڅه کړې.»

ورته مهال د قطر په دوحه کې د پوهنتون یوه استاد او څېړونکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان په پرمختګ کې د چین رول مهم ګڼلی دی.

سلطان برکات ویلي، د افغانستان په اړه د چین څرګندونې تر نورو ډیرې اورېدل کیږي.

سلطان برکات ویلي: «چین په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کولی شي او د نورو په پرتله یې په افغانستان څرګندونې ډیرې اورېدل کیږي.»

خو آیا چین د افغانستان لپاره د باور وړ ګاونډی دی؟

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر طلوع‌نیوز ته وویل: « موږ باید له چین سره ډېر په احتیاط مخکې لاړ شو، ځکه چین د افغانستان خلکو سره مینه نه لري بلکې د افغانستان له کانونو سره مینه لري، افغانستان باید له دې په خپله ګټه کار واخلي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي، محمد ایمل دوست‌یار هم وویل: « چین په ټوله کې د افغانستان پر وړاندې نرم سیاست لري، له دې ټکې باید کار واخلو او چین افغانستان ته اړتیا لري.»

افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، که څه هم د چین په ګډون تر اوسه هیڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی خو چین په بې ساري ګام سره بلال کریمي په بیجینګ کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه ومانه.

شریک یي کړئ