Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالقیوم کرزی د ۷۷ کلو په عمر امریکا کې مړ شو

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقیوم کرزی د ۷۷ کلو په عمر د امریکا په مرېلنډ ایالت کې ومړ.

عبدالقیوم کرزي په ۱۳۲۶ هجري لمریز کال کې د افغانستان سویل کې د کندهار په کرز سېمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

پلار یې عبدالاحد کرزی چې نفوذ لرونکی قومي مشر وو، د محمد ظاهرشاه د حکومت پر مهال د پارلمان غړی وه. 

عبدالقیوم کرزي ته نږدې څېرې، شهزاده مسعود وویل: « تر هغو چې ما له څلورو لسیزو راهیسې پېژنده، قیوم کرزی داسې یو شخیت وه چې تل یې له امریکا هېواد ته سفرونه کول او هېواد کې یې د سولې او ثبات لپاره ډېره هڅه کوله.»

عبدالقیوم کرزي خپلې لومړنۍ زده کړې د کندهار په کرز کلي کې د میرویس خان نیکه په ښوونځي کې سر ته ورسولې، وروسته یې په امریکا متحده ایالتونو کې د سیاسي علومو او اقتصاد په څانګو کې لوړې زده کړې وکړې.

عبدالقیوم کرزی یو له هغو څېرو وو چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د بن په کنفرانس کې هم ګډون کړی و.

عبدالقیوم کرزی په ۱۳۸۴ کال کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی هم وټاکل شو، خو وروسته په خپله پرېکړه له دې دندې ګوښه شو.

نوموړی په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم وو.
 
د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس، عبدالله عبدالله په ګډون ځینو سیاسي څېرو د ښاغلي کرزي د مړینې له امله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی کرزی په هېواد مین شخص وو.

لیکوال او شاعر، نعمت حنیف وویل: « زموږ هېواد لپاره ډېر ښه خدمتګاره کورنۍ وه، تل به د هېواد د خدمت په فکر وه چې څرنګه هېواد ته خدمت وکړي.»

د پخواني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور عبدالقیوم کرزی د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په لسمه د ۷۷ کلو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له امله د امریکا په مرېلنډ ایالت کې ومړ.

شریک یي کړئ