Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امربالمعروف وزارت له خوا د ښځو د میراث په تړاو ۴۵۰۰ دوسیو ته رسېدنه

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال محمد فقیر محمدي ویلي چې د دغه وزارت چارواکو د اسلامي امارت له بیاواکمنې وروسته، د ښځو د میراث په برخه کې څه باندې ۴۵۰۰ دوسیو ته رسېدنه کړې ده.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال ټينګار کړی چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو تامین ته ژمن دی.

محمد فقیر محمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان کې د ښځو میراث دی، تقریباً ۵۶۰۰ ښځو ته د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت له لوري هغوی ته میراث ورکړل شوی دی. او ډېرې داسې قضیې راغلي چې هغه محکمې ته سپارلی شوې دي.»‍

محمد فقیر محمدي دغه‌راز زیاتوي چې اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه درک کړي او د ښځو د حقونو په خوندیتوب کې به ناغیړي ونه کړي. نوموړی ټینګار کوي چې د تېرو کلونو پرتله سرپرست حکومت د ښځو د حقونو په خوندیتوب کې بریالی دی.

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي:«امارت د ټولو مسلمانانو حقوق بیا د افغانانو حقوق، بیا په افغانانو کې د ښځو حقوق الحمدالله ډېر درک کړي دي او امارت د ښځو حقوقو ته ډېر ژمن دی.»

بل پلو، یو شمېر دیني عالمان پر دې باور دي چې، لاهم د ښځو د شرعي حقونو په برخه کې لازم پوهاوی نه‌دی وړاندې شوی او ټینګار کوي چې، سرپرست حکومت او دیني عالمان باید هېوادوالو ته د عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې هڅې وکړي.

دیني عالم خلیل الرحمن سعید طلوع‌نیوز ته وویل:«له بده مرغه زموږ په هېواد کې ښځې له خپلو بنسټيزو او انساني حقونو بې‌برخې دي؛ له هغې ډلې د میراث حق، د تعلیم حق، د کار او د ژوند د شریک د ټاکنې حق دی.»

دیني عالم حسیب‌الله حنفي څرګندوي:«د میراث حق نه‌ورکول کېږي، د تعلیم حق نه‌ورکول کېږي، حتا هغه بنیادي اسلامي حقوق هم نه‌ورکول کېږي چې له بده مرغه په دې کې ډېر خلک مسوولیتونه لري، په ځانګړې توګه علما،»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې نړۍوالو سازمانونو هم د ښځو د میراث نه‌ورکولو، په بدو کې د ښځو د ورکولو او اجباري ودونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغو مواردو مخه نیول شوې او د ښځو د حقونه تامین شوي دي. 

بلخوا ځينې دیني علمان په دې باور دي چې لاهم د ښځو د شرعي حقونو په برخه کې لازم پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه