Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې په غونډه کې د ا.ا پر معنا لرونکي ګډون د امیرخان متقي ټينګار

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاسون سره په کتنه کې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د معنا لرونکي ګډون غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي متقي ویلي چې په دغې غونډه کې د ګډون څرنګوالی ارزوي.
 
د ښاغلي تکل پر وینا، د اروپایي ټولنې استازي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون یې اهمیت لرونکی بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«په دې ناسته کې ښاغلي نېکلاسون د دوحې ۳ په ناسته کې، د افغانستان د اسلامي امارت د استازو د ګډون پر اهمیت ټينګار وکړ چې، په ترڅ کې به یې په مهمو مسایلو بحث او خبرې اترې وشي.»

له بلې خوا د سیاسي چارو ځيني شنونکي د دوحې درېیمه غونډه د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکي ګڼي او وايي چې نړۍ او اسلامي امارت باید د یو بل مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسی چارو شنونکی سمیع الله احمدزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«نړۍوال چارواکي کله چې افغانستان ته راځي، تر ډېره دوی کوښښ کوي چې، دغسې مواردو کې د اسلامي امارت افکار مطالعه کړي، یا کوښښ یې دا وي چې د اسلامي امارت دریځ وګوري چې، د دوی په کسانو کې چې، له بېلابېلو کسانو سره یې لیدنه کوي، دغه دریځ په کومه کچه کې دی.»

د سیاسی چارو شنونکی ادریس ځاځی هم څرګندوي:«غواړي چې همدغه شرط او شرایط چې د نړۍوالو له خوا وضع شوي، په همدغو شرط او شریاطو باندې اسلامي امارت تر هغه مېز پورې ورسوي. د اسلامي امارت لخوا نه چې کوم شرطونه وضع شوي، غواړي پر هغې باندې خبرې وکړي او اسلامي امارت له هغو شرطونو تېر کړي. زه فکر کوم چې دا د اسلامي امارت د اصولو پر خلاف دی او په دې کې نړۍوال هم باید تمکین وکړي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو او قطر دوو جلا جلا پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د سرپرست حکومت پر ګډون ټینګار کړی و.

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړيو استازو درېیمه دوه ورځنۍ غونډه د روان زیږدیز کال د جون پر۳۱ په قطر کې جوړه شي.

شریک یي کړئ