Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خصوصي ښوونځیو د فیسونو د کنټرول لپاره د پوهنې وزارت کړنلار

پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو د فیسونو د کنټرول لپاره د کړنلارې له وروستي کېدو خبر ورکوي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي چې دغه کړنلار درې برخې لري چې لوړ، منځنی او ټیټ کیفیت په کې شاملېږي.

د پوهنې وزارت ویاند په دې هکله وايي:«پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کو لپاره ځانګړې کړنلار چمتو کړې چې په درې برخو وېشل شوې، لوړ کیفیت، منځنی او ټیټ کیفیت او دوی (خصوصي ښوونځي) د زده‌کوونکو د وړتیاوو پر نبسټ فیس اخلي.»

ورته مهال، د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي په خصوصي ښوونځیو کې پر لوړ فیسونو اخیستو نیوکه کوي او وايي، ځیني خصوصي ښوونځي له زده‌کوونکو لوړ فیس اخلي. دوی زیاتوي، چې زده‌کوونکي د دې لوړ فیس د ورکړې توان نه‌لري او باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.

زده کوونکی احمد ضیاء وايي:«په ځينو ښوونځیو کې له زده‌کوونکو زیات فیس اخیستل کېږي. او د هغوی کورنۍ د فیس ورکړې وس نه‌لري. موږ له حکومته هیله کوو چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

بل زده کوونکی محمد مبارک هم څرګندوي:«په هغو ښوونځیو کې چې له زده‌کوونکو لوړ فیس اخیستل کېږي له حکومته غواړو چې دغې ستونزې ته په جدي توګه پاملرنه وکړي چې، د ښوونځیو مسوولان له زده‌کوونکو لوړ فیس وانه‌خلي.»

بل خوا د خصوصي ښوونځیو ټولنې رییس دا ستونزه مني او د خصوصي ښوونځیو له مسوولانو غواړي چې، د لوړو فیسونو اخیستلو مخنیوی وکړي. عظیم میدانوال ټینګار کوي چې د پوهنې وزارت باید د هغو خصوصي ښوونځیو په اړه پلټنه وکړي چې له زده کوونکو لوړ فیس اخلي.

د خصوصي ښوونځیو ټولنې رییس وايي:«هغه ښوونځي چې له زده‌کوونکو لوړ فیس اخلي، د پوهنې وزارت باید د هغوی ارزونه وکړي او هغه ښوونځي چې لوړ فیس اخلي له دغه کاره لاس په سر نه‌شي باید ښوونځي یې وتړل شي.»

د یوه خصوصي ښوونځي مسوول وحدت‌الله تسل هم څرګندوي:«په اوسني وخت کې له زر افغانیو لوړ فیس له زده‌کوونکو او ملت سره ظلم دی.»

د خصوصي ښوونځیو ټولنې د اطلاعاتو پربنسټ، په ټول هېواد کې شاوخوا ۴ زره لومړنۍ، منځنۍ او خصوصي لیسې شتون لري چې په دې ښوونځیو کې په زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
 
شریک یي کړئ