د ټولګټو وزارت وايي چې، د دغه وزارت د ریل پټلۍ ریاست د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي په اردن کې د منځني ختیځ د سیمې په کلنۍ مجمع کې ګډون کړی دی.
د دغه وزارت وياند اشرف حق شناس وايي چې، په دې غونډه کې په بندرونو کې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر چټکتيا او زياتوالي، د سيسټمونو پر برېښنايي کېدو او رېل پټلۍ ته پر زياتې پاملرنې خبرې اترې شوې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«د دغې غونډې موخه د غوره ریلي خدمتونه، د غړو هېوادونو د رېل پټلیو یو شان کول، د نویو دهلیزونو رامنځته کول، دیجیتل کول او ساده کول، د لېږد رالېږد چټکتیا، د بیو کمښت، د هوا د ککړتیا کمښت او د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري وه او همدارنګه په دغې غونډه کې د مخابراتو او ارتباطاتو نویي سیسټمونه هم معرفي شول.»
بلخوا، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، رېل پټلۍ له هېواده بهر د توکو د لېږد تر ټولو ارزانه لار ده او باید په دې برخه کې زیاته پانګونه وشي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان څرګندوي:«دا چې افغانستان پر وچې چاپېر دی، د افغانستان د ټرانزیټ او رېل پټلۍ بحث د پولو تر کچې رسېدلې او موږ کولای شو چې له اقتصادي او سیاسي نظره د سیمې له هغو هېوادونو سره وصل شو چې افغانستان ته اهمیت لري، په لېږد رالېږد او د ټرانیزټي، صادراتي او وارداتي توکو ځای پر ځای کېدل ډېر مهم دي.»
د صنعتکارانو ټولنه پر دې باور ده چې، اوسمهال ډېره سوداګري د حيرتان، تورغونډۍ او اقینې د رېل پټلیو له لارې ترسره کېږي او اړیتا ده چې، د افغان- ټرانس پروژې کار بشپړ شي څو منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره وصل شي.
د صنعتکارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافی څرګندوي:«موږ کولای شو چې د رېل پټلۍ له لارې له ایران، ترکمنستان او ازبیکستان سره وصل شو او همدارنګه افغان - ټرانس مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي، دا افغانستان ته د اهمیت لري.»
تر دې وړاندې د هېواد د رېل پټلۍ ادارې ویلي و چې، د روان لمریز کال په دوو میاشتو کې د رېل پټلیو له لارې د شاوخوا ۴۷۲ زره او ۵۰۰ ټنه توکو لېږد رالېږد ترسره شوی دی.