Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر حکومت له چارواکو د برېښنا د لګښت د ۱۸۶مېلیون افغانیو د پورونو راټولول

برېښنا شرکت د تېر حکومت له سیاستوالو او زورواکو د برېښنا د لګښت د پاتې د ۱۸۶ مېلیون افغانیو پورونو له راټولولو خبر ورکوي.
 
د دغه شرکت چارواکي زیاتوي چې، دغه پیسې یې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه شرکت په مشرۍ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ریاست په ګډون د جوړ شوي کمېسیون په همغږۍ راټولې کړې دي.

د دغه شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي:«موږ وتوانېدو چې تراوسه ۱۸۶ مېلیون افغانۍ پورونه راټول کړو او دغه بهیر اوس هم روان دی.»

بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا شرکت له لوري د پورونو د راټولولو د بهیر په هرکلي سره د دغه شرک له لوري د کال په ټولو موسمونو کې د خپلې اړتیا وړ برېښنا د برابرېدو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی اصحاب‌الدین څرګندوي:«غوره دا ده چې په ځان‌بسیا شو او دغه پیسې په افغانستان کې په پانګونې ولګول شي چې، په راتلونکي کې د ګاونډي د برېښنا له مسئلې خلاص شو.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالرازق هم وايي:«په ژمي او یا اوړي کې که‌چېرې موږ ۲۴ ساعته برېښنا نه‌شو لرلی، ۱۴ یا ۱۶ ساعته خو باید ولرو.»

بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي له راټولولو شویو پیسو پر ګټې اخیستنې او د هېواد د اړتیا وړ برېښنا د برابرولو په موخه د اوبو، باد او لمر په سرچینو باندې پر پانګونې ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي:«موږ په افغانستان کې د لمر وړانګو ښه سرچینه لرو، دویمه سرچینه شمال دی، درېیم هم د برېښنا بند دی او څلور هم د ډبرو سکاره دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اوسمهال د هېواد د اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایرانه واردېږي او اړتیا ده چې، پیسې یې هم پروخت ورکړل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه