په تېر حکومت کې د ملي دفاع وزارت یو متقاعد افسر او د کابل پوهنتون د نشراتو څانګې متقاعده مېرمن یې له اوو میاشتو راهیسې د خپل ژوند د چلولو لپاره د کابل د پنځلسمې ناحیې په شاوخوا سیمو کې د پیرکیو خرڅولو ته مخه کړې ده.
شاه مقصود چې اووه شپیته کلن دی او د خپل عمر نږدې څلور لسیزې یې د تېرو حکومتونو د دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې خدمت کړی دی، وایي د اقتصادي ستونزو او د تقاعدۍ د حقوقو د نه ورکول کېدو له امله یې د تېر کال د ژمي له لومړیو راهیسې له خپلې مېرمنې سره د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د پيرکیو د پلورلو کارو بار پیل کړی دی.
متقاعد افسر، شاه مقصود و ویل: «اش مو پوخ کړ، چای مو وکړ، مېرمنې مې زعفراني چای جوړ کړ، خو ګټه و یې و نه کړه، تر هغې چې مېرمن مې پیرکي پلورل پیل کړل. دغه سیوري ته مو یو لاس ګاډی و بیا یو خیرغوښتونکی کس پیدا شو، تر اوسه یې خپل نوم نه دی ښودلی چې څه کاره دی، ۵۰ زره افغانۍ یې راکړې چې دغه غرفه مو پرې جوړه کړه.»
د شاه مقصود مېرمن، محبوبه وايي: له دولته همدومره خوښ یو چې اجازه یې راکړه چې دلته غرفه کېږدو دا غرفه هم راته یوه خیر غوښتونکي کس جوړه کړه چې تر اوسه یې نوم نه دی ښودلی.
که څه هم توانیدلی چې تر یوه بریده خپل کارو بار پراخ کړي، خو ظاهراً اوس هم هغه عاید چې له دې لارې یې ترلاسه کوي، د ژوند د مخته بیولو لپاره ورته کافي نه دي او له مسوولانو غواړي چې د ده او مېرمنې حقوق یې ورکړي. د ده په وینا، مېرمن یي د کابل پوهنتون د نشراتو د څانګې متقاعده کارکوونکي ده.
متقاعد افسر، شاه مقصود و ویل: « تقاعد زموږ حق دی، هغه دې راکړل شي، ډېر به ښه شي. ځکه مېرمن مې هم تقاعد شوې او ما هم دا څلور کاله وشول چې تقاعد نه دی اخیستی.»
په هېواد کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د ډېرېدو له امله ډېری خلکو کوچنیو کارونو ته مخه کړې ده.
شاه مقصود هم وايي، د پیرکیو له پلورلو د ورځې تر ۴۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي او له هغو بنسټونو چې د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کوي، غواړي چې د ده د سوداګرۍ په پراختیا کې ورسره مرسته وکړي.