Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قزاقستان د ولسمشر له وروستۍ پرېکړې د ا.ا ستاینه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن (سې‌شنبې، د غبرګولي په ۱۵مه) کابل پوهنتون کې «د پوهنتونونو او مدرسو د ممتازو زده‌کړیالانو د ستاینې» په نوم غونډه کې، د قزاقستان له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو له پرېکړې هرکلی او ستاینه وکړه.

د ریاست الورزا اداري مرستيال د خپلو خبرو په دوام له نورو هېوادونو هم غواړي چې، د قزاقستان په شان د اسلامي امارت پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
    
ښاغلي حنفي د کابل په پوهنتون کې وویل:«هغه اعلامیه چې تېره ورځ د قزاقستان د ولسمشر لخوا د افغانستان د اسلامي امارت په هکله خپره شوه، یوه پر ځای او پر عدالت استواره پرېکړه وه، او زموږ هیله دا ده چې نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم دا ډول کړنه ترسره کړي. موږ غواړو چې له ټولو سره ښې اړیکې ولرو.»  

بل خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو په تړاو د قزاقستان د اقدام په ستایلو سره دغه کار د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم بولي.
            
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې هکله ویلي:«قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداګریز او ټرانزیټي شریک دی او دغه پرېکړه به د دوه اړخیزو پرمختګونو او لا ډېرو اقتصادي همکاریو ته لار پرانیزي.»

ایا د قزاقستان دا کار به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په مسئله کې ګټور وي؟
  
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي:«د افغانستان اسلامي امارت چارواکي باید، هغه باور چې، قزاقستان، روسیې او چین پرې لري له‌منځه یونه‌سي بلکې لا یې پیاوړی کړي.»  
 
د سیاسي چارو بل شنونکی فضل‌الرحمان اوریا هم څرګندوي:«د قزاقستان دغه کړنه د افغان حکومت حقانیت او د افغان حکومت واک ته مشروعیت وربښي. هغوی وايي چې د افغانستان حکومت یو دوامداره، سټراټېژيک او ثبات لرونکی حکومت دی.» 

قزاقستان لومړنی هېواد دی چې د اسلامي امارت د چارواکو نومونونه د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلي دي.

تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس هم د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له خولې لیکلي و چې، د روسیې د عدلیې وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو وړاندیز سپارلی دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د ایستلو په تړاو د قزاقستان د اقدام په ستایلو سره دغه کار د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه