Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګرېفټس: د دوحې غونډه کې به له ا.ا سره د نړۍ د تعامل لارې چارې روښانه شي

د ملګرو ملتونو مرستیال مارتین ګرېفټس د دوحې درېیمې غونډې په تړاو وايي، په دې غونډه کې به له «طالبانو» سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل لارې چارې روښانه شي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ستایلی؛ خو له نړۍ سره د سرپرست حکومت د کړو ژمنو پر نه ولاړېدو نیوکه کوي.

په بشري چارو د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د ملګرو ملتونو سازمان د بیړنیو مرستو همغږي کوونکی مارتین ګرېفټس زیاتوي:«زه فکر کوم چې، له طالبانو سره د لا ډېر تعامل لپاره ځينې فرصتونه مو له لاسه ورکړي او زه هیله من یم چې، د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د نړۍوالو د تعامل لارې چارې روښانه شي. ما یو عمر په افغانستان کې کار کړی او موږ په هغه وخت کې هیلې او ان کتبي ژمنې درلودې چې، څنګه کولای شو له طالبانو سره مخته ولاړ شو؛ خو دغه هیلې اوس له‌منځه تللې دي.»

اسلامي امارت لا تر اوسه هم د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ویاند له نړۍ سره د اسلامي امارت د ژمنو په تړاو وايي، سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت هغه ژمنې چې کړي عملي کړي او هېڅ نیمګړتیا نه تر سترګو کېږي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان او هېوادونه باید پر افغانستان فشار را نه‌وړي او د افغانستان په ارزښتي او اعتقادي مسایلو کې دې لاسوهنه ونه‌لري.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشار هم څرګندوي:«پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنېدو له لومړۍ ورځې د ښځو او بشر بنسټيز حقونه تامین شوي او افغانستان کې ښځې په عزت کې دي او حقوق یې تضمین شوي دي.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته ویلي وو چې، د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا له اسلامي امارت سره شریکه شوې او تر ارزونې لاندې ده او له دغو ارزونو وروسته به په یاده غونډه کې د ګډون او یا هم نه ګډون په تړاو پرېکړه وشي.

د اسلامي امارت ویاند له نړۍ سره د اسلامي امارت د ژمنو په تړاو وايي، سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړې دي.

شریک یي کړئ