د چمن پرلت غړي وایي، پاکستاني پوځيانو د کوږک په سیمه کې پر دوی ډزې کړي او د دغه پرلت ۸ غړي یې ټپیان کړي.
دوی زیاتوي چې، پاکستاني پوځيانو تېره شپه ناوخته د چمن پرلت د مشر په ګډون د دغه پرلت نهه تنه غړي د مذاکراتو په پلمه غوښتي او وروستي يې زنداني کړي دي.
پرلت کوونکي ګواښ کوي، که یې ملګري ژر تر ژره خوشي نهشي او غوښتني يې ونهمنل شي، نو چمن کې به د سختو ګامونو د اوچتولو پرېکړه وکړي.
د چمن پرلت غړی فیضالله وايي:«موږ غوښتنه کوو چې، هر څه ژر زموږ ملګري ازاد شي او غوښتنې مو ومنل شي، کنه موږ به بیا په چمن کې سخت ترین ګامونه واخلو، بیا به دولتي ادارې څه، چې دولتي کسان به هم ونه ګرځي.»
د چمن پرلت بل غړی عبدالقيوم هم څرګندوي:«دوی پر موږ برید وکړ، زموږ د ملګرو لاسونه او پښې یې ور ماتې کړې.»
خو د پرلت يو تنظیمونکی محمد ولي وایي، د چمن-سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ د دوی اساسي غوښتنه ده او د دې غوښتنې تر منل کېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
محمد ولي زیاته کړه:«موږ سولهییز ناست یوو او لاهم دوام ورکوو، دولت په تاوتریخوالي لاس پوري کوي؛ خو موږ له خپل حق څخه نه تېرېږو او لار غواړو.»
د چمن پر پرلت کوونکو له بريد وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د پرلت په ملاتړ ناستې وشوې او ټاکل شوې ده چې، د پښتونخوا ملي عوامي ګونډ د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د سياسي ګوندونو مشران د چمن د پرلت کوونکو د ستونزو د هوارۍ لپاره لاس په کار شي.