Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عربي متحده اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خپرې کړې خپرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني عربي متحده اماراتو ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له چارواکو سره په اتو مهمو موضوع‌ګانو بحث او پرېکړې کړې دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې: د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا، د ا.ا د امنیتي ارګانونو په روغتیايي او ودانیزو برخو کې د همکارۍ غوښتنه، په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون موضوع چې منل شوې ده. افغانانو ته د هغه هېواد د ویزو خلاصول چې، ژمنه یې وشوه او د یو میکانیزم له مخې به په نږدې راتلونکې کې خلاصې شي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو د برخې سیسټم ډیجيټل کول، د افغانستان او په ټول کې د سیمې د امن په اړه هلې ځلې، د افغانستان په بیا رغونه کې د عربي متحده اماراتو ګډون او په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د کمپنیو ګډون، هغه موضوع‌ګانې دي چې په هکله یې خبرې پرېکړې او ژمنې شوې دي.

په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو رسنیو راپور ورکړی چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیمه ییز ثبات، اقتصادي همکارۍ او ګډو ګټو خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ځینو اوسنیو ستونزو حل لپاره مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکي امان‌الله هوتکي وویل:«دغه سفر او نور سفرونه زموږ پر اړیکو مثبتې اغېزې لري. موږ کولای شو هغه خنډونه چې په یوې بڼه هغوی ته رسول شوي، هغه حل کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي هم وايي:«دا یو ډېر مهم سفر دی او زه هیله لرم چې دغه سفر د افغانستان لپاره یو ښه خبر وي او له افغانستان سره د نړۍ د تعامل لار پرانیزي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د متحده عربي اماراتو د علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی و او دغه پلاوي د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره په لیدنو کې د نجونو د زړه کړو، ښځو کار او پر نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وي.

رسانه‌های امارات متحده عربی گزارش داده‌اند که در این دیدار هر دو طرف درباره نیرومندی روابط دوجانبه، ثبات منطقوی و گسترش همکاری‌ها گفت‌وگو کرده‌اند.

شریک یي کړئ