د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې، د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې طالبانو ته د معافیت پروسې له لارې د سفر اجازه ورکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، همدا څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر په یوه خبري غونډه کې وايي: (د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د طالبانو د غړو کوربه هېوادونه باید د معافیت بهیر له لارې چې په ۱۹۸۸ کال کې د ملګروملتونو د بندیزونو د کمېټې له لوري رامنځته شوی د سفر اجازه ترلاسه کړي او دا مهمه ده چې هېوادونه دا اصول تعقیب کړي.)
اسلامي امارت که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه څه نه وایي خو متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «د کورنیو چارو وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره ځينې خبرې درلودې، د ګڼو مسایلو په تړاو لکه، له اماراتو سره د افغانستان د اړیکو او د افغان بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې وشوې.»
درې ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یو پلاوي په مشرۍ چې د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني او د استخباراتو لوی رییس یې هم ملتیا کوي متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
په دې اړه مو اندونه