Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي "طالبانو" سره یې اړیکې اوسنۍ نه دي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسلامي امارت سره له کلونو راهیسې اړیکې لري.

د دغه وزارت ویانده وایي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره دغه هېواد کې د امریکا او د ناټو د غړو له لوري د رامنځته شویو ستونزو د حل په موخه اړیکې ساتې. 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا وویل: « دمګړۍ له طالبانو سره د اړیکو جوړلو لپاره کار روان دی، خو موږ له کلونو راهیسې اړیکې خوندي کړي، موخه مې دا ده چې دا له طالبانو سره زموږ لپاره نوې موضوع نه ده.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د کابل او مسکو اړیکې مهمې ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید رضا حسیني وویل: « روسیه د یوه لوی قدرت په توګه کولای شي د افغانستان په موضوع کې مثبت او رغنده رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، ادریس خان ځاځي هم وویل: « د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې ښه لوري ته روانې دي او فکر کوم توازن ته پاملرنه ډېره مهمه ده.»
 
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د کابل په اړه د مسکو له دریځه ستاینه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې نور هېوادونه دې هم دغسې دریځ غوره کړي.

د روسیې ولسمشر تېره ورځ په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی وو.

شریک یي کړئ