د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم او د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا نن (شبنې) په یوه رسمي سفر روسیې ته ولاړل.
د دغو وزارتونو چارواکو، د دغه سفر موخه، روسیه کې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال کنفرانس کې ګډون بللی دی .
ټاکل شوې ده چې د سرپرست حکومت دغه دوه سرپرست وزیران په بېلابېلو موضوعګانو په ځانګړې توګه، د تحصیلي او ښوونیزو فرصتونو، لاستهراوړنو او ننګونو په تړاو ویناوې وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي:«د لوړو زدهکړو محترم وزیر صاحب د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو، د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو سره وګوري، همدارنګه د لوړو زدهکړو محترم وزیر صاحب به د فدراتیف روسیې د تحصیلي مرکزونو او پوهنتونونو څخه لیدنه وکړي.»
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه هم څرګندوي:«په یاد فورم کې به د پوهنې وزارت محترم سرپرست به د افغانستان د ښوونیز وضعیت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په تړاو به تفصیلي وینا وکړي.»
د دغو وزارتونو د وياندویانو په وينا، ټاکل شوې د دغه کنفرانس په څنډه کې د لوړو زدهکړو او پوهنې سرپرست وزيران د بېلابېلو هېوادونو له يو شمېر وزيرانو سره وګوري او خبرې اترې وکړي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا دغه غونډې په هېواد کې د زده کوونکو او محصلانو ښوونیزې او تحصیلي ننګونې حل کولای شي او کنه؟
د پوهنتون استاد جاوېد مومند په دې هکله وویل:«په دغو غونډو کې دې ګډون وکړي، هغه تجربې چې هېوادونه یې په دې برخو کې لري، د افغانستان لپاره ګټورې دي او دا چې د تدریس د کیفیت په هکله هم خبرې وشي، دا یو نېک کار دی.»
ټاکل شوې ده، دغه کنفرانس د روانې غبرګولي مياشتې په شلمه د روسيې په کازان ښار کې جوړ شي.
ویل شوي چې، د پوهنې او لوړو زدهکړو سرپرست وزيران به د دغه کنفرانس په څنډه کې په روسیه کې د مېشتو افغان محصلانو ستونزې هم له نږدې وڅېړي.