Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرانسپورټ وزارت نوې طرحه او د ښاریانو هرکلی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د یوې نوي طرحې لمخې به د ټولو هغو موټر غیر معیاري او اضافي څوکۍ راټولې کړي چې د کابل په ښاري لارو کې فعالیت کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند وايي، دغه بهیر د دغه وزارت د ښاري ټرانسپورټ ریاست لخوا پیل شوی او ټاکل شوې چې د کابل په ټولو سړکونو کې پلی شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي وویل: « لارو کې لیدل کیږي چې موټرچلوونکي له ځانه سره اضافي څوکۍ په موټرو کې ځای پر ځای کړې دي چې دا د خلکو د ځورولو لامل کیږي. د کابل عامه ټرانسپورټ ریاست له لوري د اضافي او غیر معیاري څوکیو راټولول پیل شوي دي.»

امام الدين احمدي د دغه کار موخه له قانونه د موټر چلوونکو د سرغړونې مخنيوى او ښاريانو ته د اسانتياوو رامنځته کول بولي او زياتوي چې په پام کې ده، دغه بهیر کابل ته د ولایتونو پر غځېدلو لارو هم پلی شي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند زیاته کړه: « هغه موټر چې کابل ته ځي او راځي دلته یو چک پاینټ لرو. زموږ تخنیکي ټیم یې د موټرو د ارزونې په موخه ګوري او یوازې هغه موټر نه چې اضافي څوکۍ لري بلکې هغه موټر چې مسلکي ستونزې لري هم کنټرولیږي.»  

هېوادوال بیا د دغه بهیر هرکلی کوي او له ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارته غواړي څو د مسافر وړونکو موټرو پر کرایو هم څارنه ولري.

د کابل اوسېدونکي، اکرام الدین وویل: « څوکۍ څلور کسیزه وي، پنځه کسه پورته کوي چې داسې ګرمه هوا کې د شخړې لامل کیږي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، احمدالله هم وویل: « ښه کار دی، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کوي او د موټرو کرایي برخې ته دې هم پاملرنه وشي.» 

کابل ښار کې د ښاري بسونو کمښت، ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ټرانسپورټي ګډوډۍ هغه ستونزې دي چې د پلازمېنې اوسېدونکي له تېرو څو کلونو راهیسې ترې ګیلې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه