Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت د رامنځته کېدو لپاره د چین او پاکستان غوښتنه

چین او پاکستان په یوې ګډې بیانیه کې له اسلامي امارته غوښتي چې په افغانستان کې یو ټول‌ګډونی حکومت رامنځته کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

دغه اعلامیه چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له سفر وروسته صادر شوې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې معتدل سیاستونه خپل کړي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي:«دواړه لوري (چین - پاکستان) هوکړه کړې چې د افغانستان د مسئلې په تړاو خپلې اړیکې او همغږۍ پیاوړې کړي. دواړه لورو  د بشرپاله او اقتصادي پراختیا له ننګونو سره د مقابلې لپاره له افغانستانه د مثبت ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه او د افغانستان لنډمهالی حکومت یې د یوه پراخ بنسټه سیاسي حکومت جوړولو، معتدلو سیاستونو، د ښه ګاونډیتوب اړیکو پاللو او له ترهګرۍ سره جدي مبارزې ته هڅول شوی. دواړو لورو هوکړه کړې چې تلپاتې پراختیا او له نړۍوالې ټولنې سره د یوځای کېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.»

ورته مهال ځينې کارپوهان وايي چې چین او پاکستان له ټول‌ګډوني حکومته مشخص تعریف نه‌لري.

د نړۍوالو چارو شنونکی عبدالواحد حکیمي وايي:«چین او پاکستان تراوسه له ټول‌ګډوني حکومته مشخص تعریف نه‌لري او هغوی په افغانستان کې داسې دولت غواړي چې په خپله پر هغه حکم وي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی هم څرګندوي:«ټول‌ګډونی حکومت اصلاً په نړۍ او په دغو هېوادونکو کې شتون نه‌لري. هر څه چې دوی وايي دروغ، غچ اخیستل او سیاسي باج ګیري ده.»

اسلامي امارت دغې اعلامیې ته ځواب نه‌دی ورکړی؛ خو له دې مخکې یې ویلي و چې په افغانستان کې اوسنی حکومت په بشپړه توګه پراخ‌بنسټه حکومت دی.

له دې مخکې څو نورو هېوادونو هم په ځلونو په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی؛ خو اسلامي امارت له دغو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه