هرات ښار کې د هېواد د اتو ولایتونو د ښځينه او نرینه سوداګرو په ګډون «عالي دي افغاني دي» تر نامه لاندې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی دی.
په دغه نندارتون کې کورني تولیدات په ۱۲۰ غرفو کې په دوو جلا ښځينه او نرینه برخو کې د درې ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
د نندارتون جوړونکی فرید احمد نادري په دې هکله وايي:«موږ د مزارشریف، کندهار، ننګرهار، دایکندي، بادغیس، فراه،هرات او کابل ولایتونو د بېلابېلو برخو صنعتکاران لرو. دا نندارتون عمومي دی.»
د ۱۲۰ غرفو له ډلې ۶۰ غرفو کې د ښځینه متشبثینو لاسي توکي اېښودل شوي دي. یو شمېر ښځینه مشبثینې د مناسب بازار نشتون تر ټولو ستره ننګونه یادوي.
د نندارتون د ښځینه برخې مسووله حفیظه محمودي څرګندوي:«یوازېنۍ موخه یې دا ده چې خپل وطني تولیدات خلکو ته نندارې ته وړاندې کړو څو زموږ خلک پوهاوی پيدا کړي چې زموږ په خپل هېواد کې هم تولیدات لرو.»
غرفه لرونکې فاطمه سروري هم وايي:«مخکې بازار ډېر ښه و؛ خو د خلکو اقتصادي شرایطو ته په کتو، چندان پېر نهکوي.»
یو شمېر متشبثین وایي، چې بهرنیو هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو د صادراتو کمښت، لا هم جدي ستونزه ده. دوی د دغه نندارتون جوړېدل د افغاني توکو د پېژندنې او پلور لپاره ګټور بولي.
غرفه لرونکي عبدالحق عمراني وویل:«لکهڅرنګه چې کورني تولیدات وده وکړي، په هماغه کچه په افغاني ټولنه کې اقتصادي وده زیاتېږي.»
غرفه لرونکی شهنواز مدد هم وايي:«د افغانستان کورني تولیدات د نندارتونونو جوړولو ته اړتیا لري او اسلامي امارت دې ورته زمینه برابره کړي.»
دا نندارتون د درېیو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیستی دی. د نندارتون جوړونکي وایي، تمه ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دا ډول نندارتونونه جوړ شي.