عدلیه وزارت وايي، په هېواد کې د هستوګنې ټول ښارګوټي د ځمکو له غصبه د مخنیوي او بېرته راګرځونې کمېسیون له لوري تر ارزونو لاندې دي.
د دغه وزارت ویاند وايي، له ښارګوټو سربېره د هېواد په نورو برخو کې هم د ځمکو د ارزونې بهیر په جدي ډول روان دی.
برکت الله رسولي زیاتوي، چې دغه کمېسیون تراوسه د کابل ښار د یو شمېر سیمو او ښارګوټو ځمکې ارزولې دي.
د عدليې وزارت ویاند، برکت الله رسولي و ویل: د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په ولایتونو او ولسوالیو کې د ښارګوټو د غصب د ارزونې په حال کې دي او که کومې ځمکې غصب شوې وي او هغه امارتي وي نو مستردې به شي.
د ښاغلي رسولي په خبره، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له جوړېدو او فعالیت راهیسې، تر دمګړۍ په کابل ښار او ولسوالیو کې نږدې ۶۰ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي او د کابل ښار اوسېدونکي د غاصبینو له لوري د غصب شویو ټولو شخصي او دولتي ځمکو پر بېرته راګرځېدو ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی، ګل محمدالدین محمدي په دې اړه طلوع نیوز ته وايي: هغه ځمکې چې د ملت ځمکې دي او د بیت المال پورې اړه لري د هغه لپاره همداسې یوه جدي کمېسیون ته ضرورت و چې قاطع اوسي او هغه ځمکې چې په ناقانونه توګه د زورواکو له لوري نیول شوي هغه را و ګرځوي او بیت المال ته یې تسلیم کړي.
د کابل ښار اوسېدونکي، امان الله و ویل: که کومې ځمکې دولتي وي باید دولت ته تسلیمې شي او که شخصي وي او له شخص اخیستل شوې وي بېرته دې شخص ته تسلیمې شي.
د کابل ښار اوسېدونکي، اجمل و ویل: په تېرو شلو کلونو کې چې کومې ځمکې په ناقانونه توګه له دولت نیول شوي هغه باید بېرته دولت ونیسي او ګټه ترې پورته کړي او چا چې غصب کړی وي د شریعت په رڼا کې دې سزا ورکړل شي.
د عدليې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په ټول هېواد کې څه باندې دو نیم میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې له غاصبینو بېرته نیولي او اړوندو اداروته يې سپارلي دي.
په دې اړه مو اندونه