Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو: د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ټینګښت یوه اړتیا ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په تړاو د ځينو رسنیو د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې، د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې، د دغه هېواد له اوسنیو چارواکو سره اړیکې ټينګې شي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ماریا زاخارووا دغه کار یې د روسیې په ګټه بللی او زیاته کړې یې ده چې، له تور نوملړه د «طالب چارواکو» د نومونو لېرې کول بهیر روان دی.

ټاس د ماریا زاخارووا له خولې لیکلي:«هغې ډاډ ورکړ چې، ځينې وېبلاګ لیکونکي او خبریالان دې واقعیت ته چې روسیه له طالبانو سره، د افغانستان له اوسني دولت سره، په اړیکه کې ده عصبي غبرګون ښيي، څوک چې د دې موضوع په اړه لیکل کوي دې ته یې پام نه‌دی چې، له یو لړ ستونزو له هغې ډلې نشه‌يي توکو، ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو سره مبارزه په واقعیت کې اړیکې ته اړتیا لري او دا زموږ په ګټه ده.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې دغه څرګندونې ستایلي او طلوع‌نیوز ته یې ویلي چې، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، ښاغلي مجاهد په باور افغانستان د ټولو هېوادونو همکارۍ او مثبتو اړیکو ته اړتیا لري.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«افغانستان د هېوادونو همکارۍ او مثبتو اړیکو ته اړمن دی او د روسیې وروستۍ دریځ‌نیونه مثبته ده او هغه ستایو. په ټول کې زموږ غوښتنه دا ده چې ټول هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې او باوري کړي چې دا د هېوادونو، ملتونو او سیمې په ګټه دي»

خو ایا په ریښتیا هم د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا د اسلامي امارت په ګټه ده؟

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ طلوع‌نیوز ته وايي:«روسیه په نړۍ کې یو زبرځواک او د امنیت شورا یو غړی هېواد دی، دا چې اسلامي امارت له تور نوملړه لېرې کوي، دا د اسلامي امارت لپاره یو ښه ستر امتیاز دی.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغان‌یار هم څرګندوي:«که‌چېرې روسان له یوې خوا له افغانستان سره نږدېوالی ښيي او له بلخوا غندي، دا په دې معنا ده، هغوی غواړي چې، افغانستان له ځان سره ولري او همدارنګه غواړي چې، د افغانستان په تړاو نړۍوال ذهنونه ولري. هیله لرم چې، له افغانستان سره د اړیکو پر چورلیز یو واحد سیاسي اجماع مشخصه شي چې، افغانستان له انزوا ووځي.»

تر دې وړاندې هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوې خبري غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د روسیې تعامل مهم ګڼلی و.

شریک یي کړئ