د کابل ځينې اوسېدونکي په دې ورځو کې بیاځلې له هغه څه چې د برېښنا لوړ لګښت یې بولي شکایت کوي.
د دوی په وینا، دا چې برېښنا کمه کاروي؛ خو د کارول شوې برېښنا پیسې ترې ډېرې اخیستل کېږي.
د کابل اوسېدونکی نجیب د دغې ستونزې په هکله وویل:«په دغې میاشت کې چې زموږ د برېښنا بل راغلی له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو زیات راغلی دی.»
د کابل بل اوسېدونکی سید هارون هم وايي:«په لګښت کې هېڅ توپیر نهدی راغلی، مصرف هماغه همیشنی مصرف دی، یوازېنی توپیر چې راغلي په پيسو کې دی.»
خو د افغانستان برېښنا شرکت د دې مسئلې په ردولو سره وایي چې د برېښنا بېلولو د کنټرل په موخه د معیاري ميټرونو د نصبولو هڅې روانې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي څرګندوي:«دا په بشپړه توګه شایعات دي. زموږ تخینکي ډلې او میتر لوستونکي پر وخت میترونه لولي او د دې ترڅنګ، موږ دا سیسټم هم دود کړی هر میترخوان کله چې میتر لولي، باید د هماغو میترونو عکسونه هم له ځان سره راوړي.»
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې په کابل او ولایتونو کې د دغه شرکت مشتریانو ته د برېښنا د لګښت د ثابت ساتلو او کنټرول په موخه سلګونه ډیجیټلي میټرونه نصب شوي دي.
په دې اړه مو اندونه