د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د روسیې په کازان کې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو په دویمه نړۍواله غونډه کې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو پر لاسوهنې نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې، اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نهکوي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په دغې غونډه کې همدارنګه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې ډاډ ورکړی دی.
ندا محمد ندیم په دغې غونډه کې ویلي:«اسلامي امارت د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او له نورو څخه هم د ورته تعامل توقع لري، ټولو ته څرګنده ده چې، په تېرو لسیزو کې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه نهده کړې.»
ورته مهال، د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا هم په دغې غونډه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه په دې هکله څرګندوي:«د ښوونځيو، ښوونکو او زدهکوونکو ارقام یې د فورم له ګډونوالو سره شریک کړل، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د درسي کتابونو د چاپولو او یو لړ نورو مواردو په برخه کې له نړۍوالې ټولنې څخه، د مرستې غوښتنې ترڅنګ، د یاد فورم له تنظیموونکو څخه مننه وکړه.»
د پوهنتون یو شمېر استادان د بریالیو تجربو د ترلاسه کولو لپاره په نړۍوالو غونډو کې د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو د سرپرستانو ګډون مهم ګڼي او په هېواد کې د پوهنې او لوړو زدهکړو پر معیاري کولو ټینګار کوي.
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي په دې هکله وايي:«هڅه دې وکړي له دغه سفر څخه دې داسې اغېزناکه کړنلاره ترلاسه او عملي کړي، څو هغه ستونزې چې اوس موږ ورسره لاس او ګرېوان یو، حل کړي.»
د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو سرپرستان دوه ورځې وړاندې د کازان د پوهنې وزیرانو په دویمه نړۍواله غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللي او ویل کېږي چې، د دغې غونډې په څنډه کې به د نورو هېوادونو د پوهنې له وزیرانو سره هم لیدنې ولري.