اقتصاد وزارت له افغانستان سره د ۱۵۰ مېلیون یورو د مرستې لپاره د اروپايي ټولنې له نوې ژمنې ستاینه کړې ده.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوعنیوز ته ویلي چې دغه مرستې باید افغانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې ولګول شي.
ښاغلی حبیب په هېواد کې د بې وزلۍ د کچې زیاتوالی د نړۍوالې ټولنې له خوا د اقتصادي بندیزونو لګول ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړه:«د نړۍ ډېری مرستې بشرپالو مرستو ته متمرکزې دي او د دغو مرستو لګول په بېخبنايي او هغو پروژو چې کاري زمینې برابروي کولای شي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کړي.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، هېوادوال له یوې خوا د بې روزګارۍ له زیاتېدو او له بلې خوا له اقتصادي ننګونو سره مخ شول، او له همدې امله نړۍ ډېر تمرکز پر بشري مرستو وکړ.
او د دې سربېره، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق له افغانستان سره د ډنمارک د ۷٫۲۹ مېلیونو ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې به د افغانستان د ډېرو زیانمنو وګړو لپاره د خوراکي توکو، سرپناه او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دوام ولري.
اروپايي ټولنې په دغې خبرپاڼه کې ویلي:«د دغو پیسو شاوخوا ۱۲۶ مېلیونه یورو به د هغو شریکانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې دننه فعالیت کوي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اړتیاوو لپاره څه باندې ۱۱ مېلیونه یورو
په ایران کې د فعالو بشري سازمانونو او دغه راز د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د پیاوړتیا لپاره ۱۱مېلیونه یورو په پام کې نیول شوي دي.»
د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان د خلکو لپاره د مرستو دوام ډېر مهم دی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال وايي:«موسسې او ځينې بنسټونه چې په تېرو درې کلونو کې یې له افغانستان سره څه باندې درې مېلیارد ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي، د افغانستان پر بېوزلو خلکو یې مثبته اغېزه کړې؛ خو کچه یې کمه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې، سږ کال ملګرو ملتونو له افغانانو سره د درې مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې او تر اوسه یې د دغو پیسو لږه برخه ترلاسه کړې ده.