د ایران د پارلمان رییس او د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد باقر قالیباف په یوې ټلوېزیوني مرکه کې ویلي کهچېرې په ټاکنو کې بریالی شي، د هېواد ختیځې پولې به د ناقانونه کډوالو پر مخ وتړي.
ښاغلي قالیباف په دغې مرکه کې ویلي چې، د غیر قانوني کډوالو ایستل یې هم د پروګرامونو یوه برخه ده.
د ایران د پارلمان رییس زیاتوي:«هرو مرو زموږ ختیځ سرحدونه بشپړه بودیجه لري او د بشپړ بندیز پروګرام موخه او هغه کسان چې په ناقانونه توګه راغلي او په دغه قانون کې د هغوی ایستلو وړاندوینه، هرو مرو شوې ده.»
له دې سره هم مهاله په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د دوی پر وړاندې د ستونزو له زیاتېدو اندېښمن دي.
د ویزې نه تمدید، د ستنېدو محدویتونه، د قانوني کډوالو نیول او د کار نشتون له شته ستونزو دي چې، افغان کډوال ورسره مخ دي.
په ایران کې افغان کډوال محمد حسین کوهي وايي:«کله چې دغه طرحه د انتظامي ځواکونو لخوا پلې کېږي، اهمیت نهلري چې دغه کډوال قانوني دی او که غیرقاني، معتبر سند لري او که نه، یوازې باید کډوال وي او افغان وي چې دوی یې ونیسي.»
په ایران کې افغان کډوال اکبر سلطاني څرګندوي:«کهچېرې یو افغان کډوال له ایراني پولیس سره مخامخ شي او خپل پاسپورټ ورته وښيي، یا پاسپورټ څېرې کوي او یا له هغه پاسپورټ سره یې اړوي.»
په ورته مهال ځينې افغان کډوال چې له ایرانه په اجباري ډول ایستل شوي د افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو او محدودیتونو په تړاو داسې وايي.
له ایرانه را اړول شوی افغان عبدالکریم وايي:«له موږ سره سم چلند نهکوي. ځوروي، زموږ بچیانو په واټوکو کې په ازاده توګه تګ راتګ نهشوی کولای، له نانوایۍ څخه یې ډوډۍ نهشوی راوړلی. کهچېرې ګیر کړي وای، وهل ټکول یې.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د سیمهییز تماس ډلې په خبري غونډه کې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله کې د خنډونو له جوړولو او د پولو د بندېدو خبر ورکړی وو. حسن کاظمي قمي دغهراز د ایران او افغانستان ترمنځ امنیتي همکاریو باندې ټینګار کوي.