د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر، رفیع الله حبیبي وایي، ځوانان اړ څو دیني علوم زده کړي.
رفيع الله حبيبي د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټیوټ د څه باندې پنځو سوو زده کړیالانو د پایلو اعلانولو په پروګرام کې وايي، ځوانان بايد د عصري علومو تر څنګ ديني علومو ته هم پاملرنه وکړي.
رفیع الله حبیبي زیاته کړه: « دا یو ایماني مسوولیت دی. د عصري علومو ترڅنګ فکري، عقیدوي او اصلاحي علو هم اړتیا ده.»
د کابل میخانیکي انسټيټیوټ امر، سید عبدالرحمن رفعت هم و ویل: « د نړۍ په هېوادونو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې یو له مهمو برخو دي، چې په وسیله یې د هېوادونو پوهنیز نظام د کار بازار ته کاري ځواک روزي.»
د دغه انسټیټیوټ یو شمېر زده کوونکي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه غوښتنه کوي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د ازموینې د تنظیم کوونکي، نثار احمد جاهد وویل: « نږدې یو میاشت مخکې مو دا بهیر پیل کړ او دغه بهیر کې شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکو او زده کړیالانو برخه واخیسته.»
ګډونوال، محمد ذاکر و ویل: « د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي څو دوی هم د هېواد په پرمختګ کې ونډه ولري؛ ځکه ښځه او سړی د هېواد په ابادۍ کې مهم رول لري.»
د دغه انسټيټیوټ يو شمېر زده کړیلان چې په دې ازموینه کې يې ګډون کړی و، وايي دا ډول ازموينې د فقهې مسایلو او ديني علومو په برخه کې د ځوانانو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره ګټورې دي.
د دغې ازموینې یو بل ګډونوال، ذکي و ویل: « غوره کار ده چې د سرت النبي، فقهي مسایلو او ځینو نورو دیني مسایلو ازموینې ډېرې شي څو د فقهې او علم په اړه د زده کوونکو پوهه زیاته شي.»
د کابل میخانیک انسټيټیوټ په ۱۳۱۶ کال کې تاسیس شو او یو تخنیکي او مسلکي انسټيټیوټ دی چې په مخانیکي برخه کې یې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.