تېره ورځ امریکايي رسنیو له داعش ډلې سره د تړاو په تور د ۸ تنو چې ۶ هغه یې تاجکستاني وګړو وو له نیولو خبر ورکړ.
خو دمګړۍ پنتاګون وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سېمو کې د داعش خراسان څانګې د لوړپوړو قوماندانانو په لټه کې دي.
د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیاله، سابرینا سینګ وايي: (که د داعش د لوړپوړو رهبرانو د څارلو لپاره زموږ د دوامداره هڅو په اړه خبرې کوي، البته دا هغه څه دي چې موږ یې په سېمه کې په اړه کار ته دوام ورکوو.)
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ویلي وو چې امریکا د داعش له نوم څخه په ګټنې د افغانستان او سېمې هېوادونو ترمنځ د بدګمانۍ د رامنځته کېدو په هڅه کې ده.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: امریکا او یا بل هر هېواد چې دا خبرې کوي غواړي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ ناوړه پوهاوی رامنځته او بد ګومانۍ رامنځته کړي.
یو شمېر شنونکي هم په سېمه کې د داعش د فعالېتونو په تړاو د امریکا اندېښنې نمایشي ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکي، ایمل دوستیار و ویل: دوی هر وخت په هر حالت کې دا هڅه کړې چې په افغانستان کې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي. نو موږ ته پکار ده چې موږ د سیمې هېوادونو ته دا ډاډ ورکړو چې افغانستان نور دغو هېوادونو ته ګواښ نه دی.
په سېمه کې د داعش د فعالیتونو په تړاو څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تر دې وړاندې سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.