Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مور له ورځې سره هم مهاله د افغاني مېندو اندېښنې

د غبرګولي ۲۴مه په افغانستان کې د مور له ورځې سره برابره ده.

له دغې ورځې سره هم مهال په کابل کې یو شمېر میندې له اقتصادي ستونزو شکایت لري او له اسلامي امارته غواړي چې، ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د غبرګولي ۲۴ په افغانستان کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي.

پر دې ورځ د طلوع نیوز خبریال د یوې داسې مور خواته ورغلی چې یو زوی او د پلازمېنې په یوه څنډه کې پر خیاطۍ بوخته ده.

د کابل اوسېدونکې، سعدیه وايي: «زوی مې ۱۹ کلن دی او زده کوونکی دی. تر اوسه په کار کې بلد نه دی او نه غواړم چې اوس کار وکړي. اوس یې پر د ودې او پرمختګ وخت دی.»

خو دا ورځ د ځینو میندو لپاره په زړه پورې نه ده، ځکه هغوي له بیلابیلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکې، نادیې و ویل: «داسې مېندې شته چې د خپلې کورنۍ ګټیالۍ دي، داسې مېندې هم شته چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او یو شمېر نورې مېندې د خپلو لوڼو زده کړو ته اندېښمنې دي. په افغانستان کې مېندې ډیرې ستونزې لري.»

د کابل یوې بلې اوسېدونکې، سایمې څرګنده کړه: «د زړه له کومې دغه ورځ د افغانستان مېندو ته مبارکي وايم، ځوانانو ته زما پیغام دا دی چې د قدر وکړي، ځکه مېندې نایابه میوه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.

شریک یي کړئ