Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو د کار ضد نړۍواله ورځ او په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت

د کار نړۍوال سازمان وايي، په نړۍ کې له ۱۶۰ میلیونه کارګرو ماشومانو څه باندې یو میلیون یې په افغانستان کې دي.

دغه سازمان د ماشومانو د کار پر ضد د نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډه کې زیاته کړې چې، له کاره د ماشومانو د مخنیوي په موخه یې یو شمېر پروژې هم عملي کړي دي.

د کار نړیوال سازمان ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې له ماشومانو ملاتړ کوي.

د کار نړیوال سازمان رییس وایي چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د شوې سروې له مخې په هېواد کې څه باندې یو میلیون ماشومان کارګر ماشومان شته چې د اقتصادي ستونزو له امله یې کار کولو ته مخه کړې ده.

یاد بنسټ دغه راز وايي چې له کار څخه د ماشومانو د مخنیوي لپاره یې ځینې پروژې له هغې ډلې پوهاوی عملي کړی دی.

د کار نړۍوال سازمان رییس، رامین بهزاد و ویل: « ښه حل لار دا ده هغه ماشومان چې د بې وزلۍ له امله کار کوي، ښه کار ورته د هغه عمر مطابق دی چې وس یې وي او د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړای شي، کورنۍ باید خپل ماشومان د کار پر ځای ښوونځي ته واستوي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم وایي چې له کاره د ماشومانو د مخینوي په هڅه کې دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین، محمد زاهد جان اغا څرګنده کړه: «اسلامي امارت په مرکز کابل او ولایتونو کې روزنیز او ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.»

خو د ماشومانو کار به په راتلونکي کې د هغوی پر ژوند څه اغیزې ولري؟

د پوهنتون استاد، شریف الله ایوبي وايي: «کله چې ماشومان له اقتصادي پلوه کار کوي او پر خپلو عاجزو او نازکو اوږو د کار فشار اخلي، دا خپله ماشومان په یوه ډول نه یوه ډول زیانمنوي.»

د کار نړۍوال سازمان د پروګرام مسوول، احمد سینا سباوون په دې اړه و ویل: «هغه اړمنې کورنۍ چې یو غړی اړ کوي چې واټونو ته راووځي او کار وکړي. هغوی باید خپل د کار مهارت ولري او د ژوند چارې پر مخ یوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په کار بوخت دي.

شریک یي کړئ