د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، افغانستان د نړۍ په کچه تر نورو ډېر پناه غوښتونکي لري.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، ۶.۴ میلیونه له افغانستان او ۶.۴ میلیونه هم له سوریې په نړۍ کې کډوال شوي چې دغه شمېر د ټولې نړۍ د پناه غوښتونکو یو- درېیمه برخه جوړوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنرۍ په راپور کې راغلي: « په ټوله نړۍ کې نږدې لس اعشاریه نهه میلیونه افغانان چې هم په کور دننه او یا هم ګاونډیو هېوادونو کې بې ځایه دي، په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍواله کچه د افغان کډوالو شمېر د ۷۴۱ زره او ۴۰۰ کسانو په زیاتېدو سره ۶ اعشاریه ۴ میلیونو ته رسېدلی دی.»
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي و ویل: « ډېری افغانان د دوامداره جګړو، بې وزلۍ، بې کارۍ، زده کړو، روغتیا او سیاسي بې ثباتۍ له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.»
وروستۍ څو لسیزې جګړې، بې وزلي او تنګسیا، د کار نشتوالی، د خوړو نه خوندیتوب هغه مسایل دي چې نورو هېوادونو ته د هېوادوالو د کډوالۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.
ایران کې افغان کډوال، اکبر و ویل: « نا امني، بې وزلي او بي کاري له هېواده بهر د افغانانو د کډوالۍ عمده لاملونه دي.»
د دغه رپوټ لمخې سوریه هم په نړۍ کې د ۶ اعشاریه ۴ میلیونه کډوالو په لرلو سره افغانستان سره په یو کتار کې ده.