په افغانستان کې له زده کړو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د زرو ورځو محرومیت ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو د څه باندې زرو ورځو په تېرېدو سره، لا هم پر نجونو دغه ممنوعیت په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.
د ملګروملتونو د لوی منشي د ویاند مرستیال په دې خبري غونډه کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د اجرايوي مدیرې له قوله د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو پر اړتیا په ټینګار سره وایي چې دا مسله د افغانستان اقتصاد او پراختیا ته جدي پایلې لري.
د ملګرو ملتونو د لوی منشي د ویاند مرستیال، فرحان حق ویلي: (په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو له حضور څخه د ممنوعیت له اعلانه زر ورځې تېرې شوې، د یو اعشاریه پنځه میلیونه نجونو لپاره دا سیستماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زده کړو له حقه ښکاره سرغړونه ده بلکې د کاري فرصتونو او رواني وضعېت د کمزوري کېدو لامل یې هم کیږي.)
په افغانستان کې د یونیسف د اړیکو رییس، دانیال ټایم هم ویلي: (موږ د نجونو ترمنځ په لوړه کچه رواني ستونزې وینو، د نجونو دا وضعېت ښيي چې ښوونځي ته د نه تلو او کم عمر کې واده هم اړیکې سره لري.)
د بریټانیا سفارت، د د غه هېواد پخواني لومړي وزیر، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې او د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي چې په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او پایداره پراختیا لپاره پر زده کړو د سمبال ښځو حضور حیاتي او اړین دی.
د افغانستان د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري څرګنده کړې: (نن په افغانستان کې د طالبانو له لوري په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو د زده کړو له ممنوعیته زر ورځې تیریږي، زر ورځې ځوانې هیلې مړې شوې، د هېواد راتلونکي ضایع شو او افغانستان په نړۍ کې د یوازیني هېواد په توګه په انزوا کې پاتې شو چې دا ډول افراطي تګلارې پکې عملي کیږي.)
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ هم ویلي: (نن د ملالې د مرستې رسونې صندوق اعلان کوي چې یو اعشاریه پنځه میلیونه نور ډالر به هغو ۱۳ سازمانونو ته چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د خوندیتوب لپاره په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي وړاندې کړي.)
سره دې چې اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په هېواد کې د بشري په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو هر ډول نقض رد کړی وو او زیاته کړې یې وه چې هڅه کوي ښوونځیو ته د نجونو د بیرته تګ لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.