د بلخ دولتي مسلخ چمتو دی څو د دغه ولایت د اوسېدونکو د قربانۍ څاروي په ټیټه بیه حلال کړي.
د دغه مسلخ د مسوولینو په خبره، دوی څاروي قرنطین او تر ارزونې وروسته حلالوي.
دغه مسلخ کې د یو پسه حلالولو بیه ۳۵۰ او د یو غوايي دولس نیم سوه افغانۍ ټاکل شوې ده.
د بلخ د دولتي مسلخ مسوول، عطاالله اسماعیلخېل و ویل: « اختر ورځو کې دې خپلې قربانیانې مسلخ ته راوړي، دلته په معیاري ډول ذبحه کیږي او غوښه ورته ورکول کیږي. مسلخ کې څاروي څو ساعته قرنطین کیږي او د څارويو د ډاکټرانو له لوري تر ارزونې وروسته حلالیږي. له هغو بنسټونو چې د اختر په ورځو کې غوښې ویشي هم غواړو څو څاروي مسلخ ته راوړي او دلته یې حلال کړي.»
د مسوولینو په خبره، دغه مسلخ په ۲۴ ساعتونو کې د زر څارویو د حلالولو وړتیا لري او د لوی اختر په ورځو کې دغه کچه پنځه زره څارویو ته لوړېږي.
ورته مهال د بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د چاپېریال ککړتیا د مخنیوي، ښاري فرهنګ مراعتولو او د ماشومانو له سترګو پناه د څارویو حلالولو په موخه به خپل څاروي د حلالولو لپاره دغه مسلخ ته یوسي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکی، شاهرخ فرهمند و ویل: « د ماشومانو په روان ډېره اغېزه لري او دغه راز زموږ پر ښار هم اغېز کوي کله چې موږ ښار کې ژوند کوو نو باید په ښاري بڼه اوسو.»
د مزارشریف یو بل اوسېدونکي، محمد نسیم هم و ویل: « هوا توده دده، بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کیږي او له ښاریانو غواړو چې خپلې قربانۍ مسلخ ته راوړي او کولمې پر سړکونو ونه غورځوي ځکه ښاري نظم خرابیږي.»
د مزارشریف د ښاروالۍ مسوولین هم د دغه ښار له اوسېدونکو غواړي څو د قربانۍ څاروي د حلالولو لپاره دغه مسلخ ته ور وړي.
د مزارشریف د ښاروالۍ سکټوري رییس، محمد جاوید مایار په دې اړه څرګنده کړه: « لومړی خو دې کوښښ وکړي څو خپل څاروي مسلخ ته یوسي، خو که مسلخ کې امکانات نه وي نو خپلو کورونو کې دې حلال کړي او هڅه دې وکړي چې پاکوالی مراعت کړي او ښار کې بې نظمي رامنځته نه کړي.»
په همدې حال د بلخ دولتي مسلخ مسوولین تازه دغه ولایت کې له زر کیلو ګرامه ډېرې فاسدې شوې غوښې له سوځولو خبر ورکوي چې تېره میاشت یې د مزارشریف له قصابیو راټوله کړې وه.